عراق: بازار کې غبرګو چاودنو ۲۸ کسان وژلي لسګونه نور ټپيان دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱۱) زرغون خوږیاڼی

د عراق په پلازمينه بغداد کې دوه غبرګو چاودنو ۲۸ کسان وژلي او له ۵۰ څخه زيات يې ټپيان شوي دي.

دا چاودنې د بغداد بازار په سنګ سيمه کې د څو منټو په فاصله کې رامنځته شوي دي.

د عراق د کورنيو چارو وزیر رويټرز اژانس ته ويليو چې يوه چاودنه سرتيری بريد و او بله چاودنه د ځای پر ځای شوي ماين له امله رامنځته شوې ده.

ځينې نورو راپورونو کې ويل شوي، چې دواړه چاودنې د سرتيرو بريدګرو له لوري شوي، چې دواړو بريدګرو ځان پورې چاودېدونکي توکي تړلي و او ځانونو ته يې چاودنې ورکړي دي.

ځايي پوليس وايي چې يوه چاودنه د سړک د غاړې ماين و او بله يې بيا د ګڼې ګوڼې په ډک بازار کې د سرتيري بريدګر له امله رامنځته شوې ده.

د دواړو چاودنو مسئوليت داعش يا اسلامي دولت نومې ډلې پر غاړه اخيستی او ويلي يې دي، چې دواړه بريدونه د دوی د دوو سرتيرو بريدګرو له لوري ترسره شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې عراقي ځواکونو د بهرنيو قواوو په ملتيا شاوخوا يوې نيمې مياشتې راهيسې د موصل په ښار کې عمليات پیل کړي ترڅو دغه ښار د داعش څخه تصفيه کړي.

د يادونې ده، چې د عراق موصل ښار له تېرو څو کلونو راهيسې د داعش ډلې په ولکه کې دی او ويل کېږي چې د دغې ډلې مشر ابوبکر البغدادي هم په دغه ښار کې پټ شوی دی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close