عراق : بغداد کې دوو خونړيو چاودنو ۲۴ تنه وژلي او ۶۱ تنه يي ټپيان کړي دي

کابل ټکی کام تلې۱۲مه/۱۳۹۴ل

دغه دوه پرله پسې چاودنې چې ویل کیږي سرښندونکې وې، عراق پلازمېنې  بغدادپه  شعیه میشته سميه کې تېره ورځ هغه مهال رامنځ ته شوې کله چې په سیمه کې یو شمېر ټوپکمارو غوښتل د عراقي دولت امنیتي پوسته ونیسي .

د بريد ځای د بغداد کاظمیه د عدن میدان وه، چې په پایله کې يي لږ تر لږه  ۶۱ تنه پکې ټپيان شوي هم دي .

د بغداد امنیتي چارواکو رسنیو ته ويلي چې درې تنو غوښتل خونړي بریدونه ترسره کړي ، خو یو تن يي ددوي په مخامخ ډزو کې وواژل شو او دوه تنه نوريي وتوانېدل چې خپله چاودنې تر سره کړي .

بغداد کې د  څارونکو يوې ډلې ويلي دي چې د یاد بريد مسؤلیت د داعش جنګیالیو اخیستی، داعش ډله ډېری وخت په شعیه میشتو سیمو کې دیته ورته بریدونه ترسره کوي .

محمدسميع سعادت

 

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close