عراق: بغداد کې پرلپسې دوه چاودنو ۱۴ تنه وژلي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵مرغومی۱۷) الماس خدرخیل

تېره ورځ د عراق پلازمينه بغداد کې دوه چاودنې وشوې چې له امله يې ۱۴ تنه ووژل شول.

چارواکي وايي، چې يو انفجار په موټر کې د ايښودل شوي ماين له امله رامنځته شوی دی.

د دوی په وينا لومړنۍ چاودنه د شيعه ميشتو سيمه کې رامنځته شوې چې پکې ۶ تنه وژل شوي دي.

دوهمه چاودنه د بغداد په ګڼه ګوڼه کې د يوې پوستې تر څنګ رامنځته شوه، چې پکې ۷ تنه ووژل شول او يو شمير نور ټپيان شول.

ځينې راپورونه وايي، چې په دواړو چاودنو کې ۲۰ تنه وژل شوي او ۲۳ تنه نور ټپيان دي.

په دې وروستیو کې د بغداد ښار په عامو ځایونو کې چاودني زیاتي شوې چې له امله یې په هره چاودنه کې په لسګونو ولسي وګړي وژل کیږي او تر هغه زیات نور ټپيان کیږي.

په بغداد کې د دواړو چاودنو مسئوليت د داعش ډلې پر غاړه اخيستی.

تر دې مخکې هم يادې ډلې د شيعه ګانو په ګڼه ګوڼه کې چاودنې ترسره کړي، چې له امله يې ولسي وګړو ته پکې زيان اوښتی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close