عراق: د ایران کونسلګرۍ سوځېدلی- يوولس لاريونوال وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۱۷)

د عراق په بصره ښار کې لاريوونکو د ايران کونسلګرۍ ته اور اچولی او د کونسلګرۍ ودانۍ له سوځولو وروسته يې د ايران او عراقي سياستوالو پرضد شعارونه ورکول.

لاريون کوونکو د ايراني کونسلګرۍ د سوځولو پر مهال پر ايران تورې پورې کړ چې د عراق په کورنيو چارو کې مداخله کوي.

د عراق او ايران چارواکي وايي، د کونسلګرۍ د سوځولو پر وخت په ودانۍ کې څوک نه و او هيڅ کوم ديپلومات ته پکې زيان نه دی اوښتی.

نږدې يوه کېږي، چې د بصرې اوسېدونکو د برېښنا، پاکو اوبو او نورو خدمتونو د نه شتون له کبله مظاهرې پيل کړي دي.

له تيرې دوشنبې ورځې له کله چې مظاهرې پيل شوي لاريون کوونکو پر دولتي ودانيو هجوم وروړی، ځينې نظامي او دولتي ادارې يې سوځولي چې په غبرګون کې يې د ډزو پر مهال تر دې دمه يوولس کسان وژل شوي دي.

د عراق لومړي وزير حیدر العبادي د دغه لاريون په اړه  د امنيت شورا غونډه رابللې او په اعتراضونو کې د وژل شويو کسانو د پلټنې امر يې کړی.

د عراق جنوبي ښار بصره د ۳۰ کیلو مترو په واټن د ایران پولې ته پروت دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close