عراق: د صدام حسین قبر په هوايي بريد کې له منځه تللی

 

د عراق د پخواني ولسمشر صدام حسين په قبر هوايي بريد شوی او د هغه پر قبر جوړه شوې ودانۍ نړول شوې ده.
ځينو خبري سرچينو د ای اف پي خبري اژانس له قوله، د صدام حسين د قبيلې د يوه مشر مناف علي الندا په حواله ليکلي، چې د صدام حسين پر مقبره هوايي بريدونه شوي چې له کبله يې د هغه پر مقبرې جوړه شوې ودانۍ په مکمله توګه ويجاړه شوې ده.
سرچينې د یاد مشر له خولې لیکلي، چې د صدام حسين جسد په قبر کې نشته خو دغې سرچینې ته د جعفر الغراوي په نوم يوه امنيتي مسئول ويلي چې د هغه جسد په مقبره کې دی.

د صدام حسین قبر

يو شمير خبري سرچينو ويلي، له بمبارۍ وروسته د هغه لور هالا تکريت ته ورغلې او د هغه جسد يې له ځآن سره اردون ته انتقال کړی خو تر اوسه دغه خبر نه دی تاييد شوی.
له بله پلوه په يوټيوب کې د Ahmd hlmi hamed په نوم د يوه اکاونټ څخه تازه يوه ويډيو خپره شوې او ويلي يې دي چې د صدام حسين جسد د تکريت لويې هديرې ته وړل شوی زياتوي له قبر څخه د راويستلو پر وخت د صدام جسد داسې تازه و لکه په کومه ورځ چې مړ شوی و.

د صدام حسین قبر تر بمبار وروسته

د يادونې ده، چې د عراق پخوانی ولسمشر د عراق د يوې محکمې له لوري په ۲۰۰۶ کال کې په دار وځړول شو او په خپله پلرنۍ سيمه د تکريت په العوجا کې خاورو ته وسپارل شو.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close