عراق: د موټر بريد له امله ۶۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵مرغومی۱۹) الماس خدرخیل

د عراق پلازمينه بغداد کې د موټر بم بريد له امله ۱۲ تنه وژل شوي شاوخوا پنځوس تنه نور ټپيان دي.

د عراق د کورنيو چارو وزارت وايي، چې چاودنه سرتيري بريدګر کړې، چې د چاودېدونکو توکو څخه يې يو موټر بار کړی و.

فرانس پرس خبري آژانس ویلي، عراقي سرتېرو د جمیله په سیمه کې د بازار په دروازه کې شکمن موټر ولید او پر هغه یې دزې وکړې، خو تر وژلو مخکې يې خپل موتر ته چاودنه ورکړه او ياده مرګ ژوبله رامنځته شوه.

تر دې دمه د بريد مسئوليت کومې ډلې  نه دی اخيستی، خو تر دې وړاندې د ورته بریدونو مسؤولیت داعش وسله والو پر غاړ اخیستي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close