عراق: موټربم چاودنه کې د افغاني شیعه ګانو په شمول ۸۰ تنه وژل شوي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۵) زرغون خوږیاڼی

تیره ورځ د عراق په حله ښار کې د شیعه ګانو په یوه تم ځای کې د موټر بم برید له امله ۸۰ تنه وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان شوي دي.

د ایراني رسنیو په وینا، په وژل شویو کې ۲۴ تنه ایرانیان، ۲۴ تنه افغانان او همدارنګه ۱۳تنه افغانان چې ایراني رسنیو یې نومونه هم ذکر کړي او ۶ تنه ایرانیان ټپیان شوي دي.

د ځايي رسینو په وینا د ډيرو جسدونه لاهم نه دي پيژندل شوي، په عراق کې د حله ولایت د روغتون رئيس ویلي، چې د مړو د تشخیص لپاره ۵۹ جسدونه به د نجف له نړیوال هوايي ډګر له لوري ایران ته ولیږدول شي، تر څو په اړه یې تشخیص او پيژندنه وشي.

برید د تیلو په یوه پمپ کې شوی چیرته چې د شیعه ماتم کوونکو موټرې ولاړې وې، برید په هغو شیعه ګانو شوی چې د کربلا ښار د څلویښتۍ له مراسمو راستانه شوي وو، په چاودنه کې د عراق سربیره د ایران او د افغانستان هغه شیعه ګان هم وژل شوي کوم چې په ایران کې میشت دي.

 په عراق کې د داعش وسله والې ډلې ددغې برید مسئولیت منلی دی، د دوی په وینا برید د ابوفهد العراقي په نوم یوه تن کړی، چې په کې تر ۲۰۰ تنو شیعه ګان وژل شوي دي.

د نورو هیوادونو سربیره د افغانستان خارجه چارو وزارت هم دغه حمله په کلکو ټکو غندلې ده.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close