عراق کې په تازه نښتو کې تر ۲۰ پوځيان او لسګونه وسله وال وژل شوي

کابل ټکی کام ۱۵ وږی

راپور قدرت الله حسین

د عراق په بېلابېلو سيمو کې په نښتو او بريدونو کې له شلو ډېر عراقي پوځيان او لسګونه داعش جنګيالي وژل شوي دي.

د عراقي پوځ سرچينې وايي، چې له بغداده ۱۱۰ کلو متره لرې په الرمادي ښار کې يې شمال او جنوب لور ته د داعش په دوه جلا بريدونو کې لږ تر لږه ۱۳ پوځيان وژل شوي دي.

سرچينو زياته کړې ده چې جنګي الوتکو او څرخکو نن سهار د الرمادي شمال لور ته په البوفراج او البوذياب سيمو کې د داعش پر پټنځايونو بريدونه کړي دي، چې په ترڅ کې يې مرګ ژوبله اوښتې ده.

بل لور ته راپورونه وايي، چې داعش جنګيالو د الرمادي غرب لور ته خپل جنګيالي منظم کړي دي او د بريد پلان لري.

همدا راز د بغداد غرب لور ته ۶۰ کلو متره لرې په فلوجه ښار کې د داعش په بريدونو کې د شيعه ملېشو په ګډون د عراقي پوځ ۸ تنه وژل شوي دي.

د عراق روغتيايي سرچينو زياته کړې ده، چې د پوځ په بمبار کې تر لسو ولسي وګړي هم مړه او ژوبل دي.

بل خوا د عراق د نينوي د پوليسو يو خبري اژانس ليکلی دي، چې د نړيوال ايتلاف الوتکو د موصل غرب لور ته په الوائلي سيمه کې د داعش مرکزونه بمبار کړي دي، چې د يوه جنرال په ګډون يې د دغه ډلې ۱۳مشران وژلي دي، چې ۵ يې سوريايان دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close