عراق کې په پوځي مرکز بريد ۸ پوځيان وژلي دي

د عراق په الأنبار ولايت کې پر يوه پوځي مرکز په بريد کې ۸ پوځيان وژل شوي دي او ۶ نور ژوبل دي. د بريد پړه د اسلامي دولت يا داعش ډلې پر غاړه اخيستې ده. عربي رسنۍ ليکي، چې داعش جنګيالو د عراق په الأنبار ولايت کې پر يوه پوځي مرکز سرتېری بريد کړی دی، چې به ترڅ کې يې ۸ پوځيان وژل شوي دي او۶ نور ژوبل دي. چارواکي ژوبل پوځيان يې روغتونونو ته لېږدولي دي، چې د ډېرو حالت نازک دی د یادونې وړ ده، چې داعش تېره ورځ هم د عراق په همدې ولايت کې په يوه بريد کې ۵۰ عراقي پوځيان وژلي وو.

اړونده مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close