عربستان: د شیعه ګانو په یوه جومات کې ډزو، درې تنه وژلي

کابل ټکی کام (جمعه مبارکه ۰۹ سلواغه ۱۳۹۴ل) هاشمي عبدالله
رویټرز خبري اژانس خبر ور کړی دی چې د سعودي عربستان د ختیځ لوري د شیعه مذهبو په یوه جومات کې د ډزو له کبله درې تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپيان دي.
په خبر کې د یاد جومات نوم (امام رضا) یاد شوی، چې د محسان په ښارګوټي کې موقیعت لري.
دغه پېښه نن د جمعې د لمانځه پر مهال را منځته شوې ده.
د ټپیانو کره شمېره نه ده مالومه، خو په ټولنیزو رسنیو کې د پېښې له عکسونو داسې ښکاري چې د ټپيانو شمېره به زیاته وي.
د رویټرز خبري اژانس په راپور کې راغلي دي چې امنیتي ځواکونو لخوا پر بریدګرو ډزې شوي دي، خو د پېښې عاملین یې وژلي او یا نیولي نه دي.
دا په داسې حال کې چې د عربستان او اېران تر منځ د تاوترېخوالي د ختمولو هڅې روانې دي.
د یادولو ده چې له دې پېښې وړاندې هم په سعودي عربستان کې د شیعه مذهبو پر یوه جومات د داعش ډلې له لورې برید ترسره شوی وو.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close