عربي اماراتو په یمن کې له سقطري ټاپو نه خپل ځواکونه وویستل

د الجزیرة نه په مننې

عزیر اسدخیل

یو یمني چارواکي الجزیرة ته ویلي دي چي عربي اماراتو خپل ټول ځواکونه او نظامي وسائل په یمن کې له سقطري ټاپو څخه ویستلي دي او اوسمهال په یمن کې یواځي یو شمیر ملکي امارتیان پاتې دی، پر دغه استراتیژیک ټاپو باندې د عربي اماراتو د ځواکونو میشت کیدل د ابوظبی او یمن د شرعي حکومت تر مینځ د یو لړ جنجالونو پر بنسټ ځای پر ځای شوي وو.

یمني رسنیو هغو انځورونه خپاره کړي دی چی پکې د عربي اماراتو الوتکې او نور نظامي وسائل لیدل کیږي چې په یمن کي د سقطري له هوایي ډګر نه د وتلو په حال کې دي.

د یاد ټاپو نه د عربي امارتو د ځواکونو وتل چې د جنوبي یمن د سمندر له څنډو سره په 350 کیلو متره واټن پراته وو وروسته له هغې ترسره کیږي چې یمني حکومت ملګرو ملتو ته شکایت وکړ، او وروسته له هغې چې د سعودي عربستان تر مشرۍ لاندې فیصله وشوه چې پکې یادونه شوي وه چې وروسته له هغې چې په سقطري کي هغه وضعیت بیرته خپل حالت ته راشی چې د دغو ځواکونو تر راتلو دمخه موجود و، او دې کار د یمن د مشروع حکومت له اجازې پرته صورت موندلی و.

د عربي اماراتو د ځواکونو تر وتلو وروسته په سیمه کې سعودي ځواکونه میشت شوي دی، ریاض ویلي دی چی د دوی ځواکونه به یمني ځواکونو ته یواځې ټریننګ ورکوي، عربي امارتو په سقطري کې د میشت کیدا پر مهال د مینا سیمه او یو هوایی ډګر هم تر خپلې ولکې لاندې راوستي و چې اوسمهال یې یمني ځواکونه ساتنه کوي، دا بدلونونه د یمني حکومت د یوه غټ هیئت په وړاندې ترسره شول.

یمني حکومت د عربي اماراتو دغه ډول میشت کیدل بې ځایه کار ګڼلو، او همدا یې له عربي امارتو سره د مخالفت اساس و.

الجزیرة د تیرې چهارشنبې په ورځ د (بلا حدود) پروګرام له لارې په یونسکو کې د یمن له سفیر احمد الصیاد سره مرکه درلوده، هغه وویل چې په سقطري کې هر ډول نظامي حضور که هغه د ائتلاف له لوري وي او که د هر هیواد له لوري هیڅ ډول مشروعیت نه لري.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close