”عربي ناټو“.. د ایران پر ضد د امریکا بل اقدام

تبصره

له ایران سره د امریکا او پنځو نورو سترو هېوادونو د اټومي پرګرام په اړه له شوې موافقې څخه د ټرمپ تر وتلو وروسته، د ایران او امریکا ترمنځ اړیکې ترینګې شوې دي، او له څو ورځو راهیسې یو بل ته په لفظي ګواښونو سره اخته دي.

 د حسن روحاني تر هغې وینا وروسته چې ټرمپ دې ”د زمري له لکۍ“ سره لوبې نه کوي د ټرمپ او د هغه د دفاع وزیر، جیمز مټیس، لهجه د ایران په مقابل کې یوڅه نرمه شوې ده. هغه مټیس چې د مخه به یې ایران په ”یوه ورځ د ځمکې له نقشې په له منځه وړلو“ ګواښه اوس وایي، په ایران کې ”د نظام د بدلون او اختلاف راپیدا کولو څه اراده نه لري.“

په سیمه کې د پوځي قوت، اقتصاد، استخباراتو، سیاسي لوبو، صنعتي پرمختګ او هراړخیزو سیالیو د ساتلو په موخه امریکا هڅه کوي چې د ډغرو وهلو سیال یې پاتې نه شي.

د تهران او واشګټن تر منځ لفظي اخ و ډب

ټرمپ: که ايران امريکا تهديدوي، له سختو عواقبو سره به مخ شي

 امریکا د شمالي کوریا په مقابل کې د پالیسۍ په بدلون سره ځان له ډغرو وهلو وژغوره، خو له ایران سره اوس هم د پټو او سیاسي ډغرو اراده لري.

امریکا هڅه کوي تر شمالي کوریا او چین وروسته له ایران سره لومړی ګواښیزه ډغره وهي څو حالاتو ته په نظر سره نظامي برید ته زمینه برابره کړي.

 خو د امریکا پالیسي دا ده چې لومړی په مخالف هېواد کې داخلي اختلافات اوج ته ورسوي، ځان-پلوی ګوند په اقتدار راولي، وروسته د وخت په تېرېدو نظامي یرغل ته زمینه برابره کړل شي.

امریکايي رسنیو ویلي، ټرمپ له شپږو عربي هېوادونو سره په ګډه په سیمه کې د ایران د نفوذ د مخنیوي په موخه د یوې امنیتي او سیاسي ټلوالې جوړولو تکل لري، چې د دې نوي اېتلاف په جوړېدو سره به، د امریکا په اند، ایران تر یوه بل ګواښ لاندې ونیول شي.

◊ ټرمپ ”عربي ناټو“ جوړوي

څرګنده نه ده چې څه وخت به امریکا د نورو عربي هېوادونو تر منځ د اېتلاف لپاره غونډه کوي، خو دومره اشاره شوې ده چې غونډه به په واشګټن کې جوړېږي.

 په ښکاره خو امریکايي چاوراکي وايي چې د سعودي عربستان، اماراتو، قطر، بحرین، عمان، کویټ، مصر او اردن هېوادونو په یو اېتلاف جوړېدو سره به ”نړیواله ترهګري“ مهار کړل شي، خو، په حقیقت کې، امریکا د یمن او سوریې په ګډون، په نورو عربي هېوادونو کې د ایران د نفوذ د مخنیوي لپاره عربي اېتلاف جوړوي.

سپینه ماڼۍ وايي، د یادو هېوادونو تر منځ د دفاعي توغندیو، پوځي روزنو، له ترهګرۍ سره د مبارزې او نورو اقتصادي او ډیپلوماټیکو اړیکو د لا ډیرې ژورې همکارۍ رامنځته کول یې د دې هېوادونو ترمنځ د یووالي هدف دی. خو نړیوال او پخپله ایران په هر څه پوه دی چې امریکا له ایران سره د مقابلې په موخه د ګواښ په شکل عربي اېتلاف رامنځته کوي.

تراوسه پورې کوم عربي هېواد په دې اړه کومه رسمي اعلامیه نه ده خپره کړې، یواځې امریکا ده چې ایران یې په عربي اېتلاف جوړولو وګواښه. خو سعودي عربستان او امریکا دواړه په سیمه کې د ایران له نفوذه وېره لري. سعودي عربستان اړ دی چې ایران سره په مخالفت د امریکا هرې طرحې او پلان ته د هو سر وخوځوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close