عرب نیوز: زیاتره افغانان اشرف غني ته دیوخپلواک جمهور رئیس په سترګه نه ګوري

د لیکوال په خبره؛ طالبانو ته د ګډحکومت دواړه جمهور رئیسان د امریکایي ولسمشر د دو ښځو په څیرښکاري

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۱۰ فرید افغان)

د عرب نیوز ویبپاڼې  په انګلیسي ژبه اوږده مقاله خپره کړې او طالبانو ته یې د اشرف غني وروستی وړاندیز د ارګ او امریکایانو ښکاره ناکامي بللې.
د مقالې لیکوال لیکلي؛ اشرف غني نه په پښتنو کي ملاتړ لري، او نه هم د افغانستان په نورو اقوامو کې، اکثره افغانان اشرف غني ته د یو خپلواک جمهور رئیس په توګه نه، بلکه په وینا یې چې د امریکا د یو کاواکه “ګوډاګي“ په سترګه ورته ګوري، او هیڅ اعتماد ور باندي‌ نه کوي.

د لیکوال په باور؛ د ګډحکومت د مشرتابه وروستی وړاندیز به د طالبانو پر دریځ هیڅ اثر ونه ښندي او یواځې دا ثابتوي چې امریکا او افغان حکومت بلاخره په روانه جګړه کې کمزوري او د ماتې په درشل کې دي.

لیکوال وایي ؛ غني پوهیږي چې طالبانو په وار وار دا ډول غولوونکي وړاندیزونه رد کړي، او اوس چې له یو قوي موقف نه برخوردار دي او ۷۰ سلنه واکمني یې په لاس کې ده هیڅکله یې نه مني ځکه د ستونزې اصل بل ده چې هغه د نړیوالو جګړیز حضور ده.

مقاله وایي؛ کلونه کیږي چې طالبانو سولیزو مذاکراتو ته چمتوالی ښودلی او دجګړې او سولې اصلي لوری امریکا ښیي ځکه امریکا وه چې ددوی یو قانوني حکومت یې نسکور کړ او لا هم ۱۴۰۰۰ امریکایي عسکر ورسره په مخامخ جګړو کې بوخت دي.
د لیکوال په خبره؛ طالبانو ته د ګډحکومت دواړه جمهور رئیسان د امریکایي ولسمشر د دو ښځو په څیرښکاري   .

د غني خبرې چې د کابل پروسې کنفرانس کې یې د ۲۳ هیوادونو د استازو په مخ کې وکړې مثبتې وې خو له دې کبله چې تکراري وړاندیزونه و، هیچا هم ورباندې باور ونه کړ.

د مقالې لیکوال په آخر کې لیکي؛ طالبانو ته دغني اوسنی پیشنهاد کلونه وړاندې په خپله امریکا له منځه یووړ او هغوی یې ته د هیڅ سیاسي او آن ملکي وګړي په حیث هم امن نه ورکاوو، سره له دې چې هغوی د واک غوښتلو پرته د یو باعزته زندګي غوښتنه کوله.
لیکوال امریکایانو ته توصیه کړې چې؛ باید اوس روانې جګړې ته د شا ور اړولو پرځای لا استقامت وکړي او دا ډول وړاندیزونه د حکومت ټولو ملاتړو ته نا امیده کونکې خبر ورکوي.

د نوموړي په باور؛ طالبان هڅه کوي د هیواد ټول اقشار په خپله غیږ کې راونیسي او په همدې اساس یې تمرکز هم پر شمال، جنوب ختیځ او ټولو سیمو زیات دی، خو بالمقابل بیا غني هڅه کوي چې واک په انحصاري توګه د خپل قوم په ګټه راوڅرخوي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close