عزیزالله فضلي د افغانستان کرکټ بورډ نوی مشر ټاکل شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۲۸)

تيره ورځ د افغانستان کرکټ بورډ سرچينو د بورډ د رئيس عاطف مشعل د دندې د پرېښودو خبر ورکړ.

تازه راپورونه وايي، چې د عاطف مشعل پر ځای د کرکټ بورډ مرستيال حاجي عزيزالله فضلي د بورډ نوی مشر ټاکل شوی دی.

د ارګ له لوري په نوي فرمان کې راغلي چې ښاغلی فضلي د اساسي قانون د ۶۴ مادې پر اساس د کرکټ بورډ د نوي رئیس په توګه ټاکل شوی دی.

د افغانستان د کرېکټ غوره لیګ سیالیو لپاره د لوبغاړو تر بولۍ وروسته د نوموړي پر ضد یو شمېر اعتراضونه وشول.

د کرکټ د ملي لوبډلې یو شمېر هغو لوبغاړو چې په دې بولۍ کې وانه خیستل شول، پر ښاغلي مشعل تور ولګاوه چې په کرکټ بورډ کې د ننه سیاسي او سلیقوي چلند کوي.

خو مشعل تېره اونۍ رسنيو سره په خبرو کې دا تورونه رد کړل زیاته یې کړه چې د غوره لیګ لپاره د لوبغاړو بولي شفاف بهیر و.

له ډيرې مودې راهيسې په کرکټ بورډ کې د مشرانو پرضد اعتراضونه کېږي چې په لړ کې يې د کرکټ بورډ مخکيني مشر نسيم دانش هم د لوبغاړو له وا د یو لړ اعتراضونو له مخې له دندې ګوښه شوی و.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close