عزیزالله کاروان مرگ باید یو کال دوام کړی وای/ خالد روان

عزیزالله کاروان ساه باید داسې اسانه نه وای وتلی. دی باید هره ورځ وژل شوای وای، ځورونې، شکنجې او بېلابېلې مرگونې ځورونې یې باید هره ورځ لیدلی وای او د یوه کال له سختو ځورونو، شکنجو او برېښنايي شارټونو وروسته مړ شوی وای او جسد یې هم باید د حیواناتو خوراک شوای وای؛ خو طالبان بیا هم زړونو کې رحم لري او دغسې جنگي مجرمان هم په ډېر اسانه مرگ رخصتوي او له یوه کارتوس څخه ډېر لگښت پرې نه کوي.

د عزیزالله کاروان نوم مې په لومړي ځل له ازادي راډیو څخه واورېده. هغه وخت پرې طالبانو مرگونی برید کړی و؛ خو دې ترې په ټپي حالت کې وتلی و.  وروسته د پکتیکا ملگرو د ده د ظلمونو کیسې راته وکړې. هک حیران شوم. امریکا ته داسې وفادار خلک هم وو، چې د امریکایانو د خوشحاله ساتلو له‌پاره یې پر خپلو خلکو هر ډول ظلمونه کول. د عزیزالله کاروان په اړه ویل کېږي چې یوه خور یې یو امریکايي عسکر ته هم په نکاح ورکړې وه.

عزیزالله کاروان د طالبانو په وخت کې ټکسي چلوونکی و. د امریکایانو له راتگ سره د زکیم خان نومي ملېشه‌يي قومندان سره یو ځای شو او په شل کلنۍ کې یې د امریکایانو خدمت(!) ته ملا وتړله. د پکتیکا په اورگون، برمل او په ټوله کې د پکتیکا، پکتیا او غزني ولایتونو کې د عامو خلکو پر کورونو چاپې ووهلې، سلگونه خلک یې مړه، ټپیان او ځینې آن تر گوانتانامو هم ورسول، چې تراوسه په بگرام او څرخي پله زندانونو کې شپې تېروي.

عزیزالله کاروان په تېرو اوولس کلونو کې له طالبانو سره د همکارۍ، د طالبانو سره د اړیکو او حتا طالبانو ته د څښاک اوبه ورکوونکي ماشومان یې هم له تېغه تېر کړل. د پکتیکا د ځايي خلکو په اړه باید د عزیزالله کاروان د ظلمونو په اړه مرکې وشي، چې نوموړي څومره ظلمونه کړي او پر عامو خلکو یې څنگه رڼا ورځ توره شپه کړې وه؟

د ډیویډ پېټروس له طرحې «اربکیانو» د راپیداکېدو سره سم عزیزالله کاروان په پکتیکا کې د اربکیانو عمومي قومندان شو. خو دا ځل یې ظلمونه له حده واوښتل او د سیمې سلگونه کورنۍ د خپل عزت ساتلو له‌پاره نورو سیمو ته کډه شوې.

په ۲۰۱۵ز کال کې د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې عزیزالله کاروان د بشري حقونو په نقض کولو تورن کړ؛ خو دا چې دی امریکایانو ته ډېر وفاداره و؛ نو یوازې له طالبانو تمه وه، چې دی محاکمه کړي. طالبانو د عزیزالله کاروان او پر لارویانو یې مرگوني بریدونه وکړل، چې دی په کې څو ځلې سخت ټپي شو. عزیزالله کاروان بیا هم له خپلو کړنو څخه لاس وانه‌خیست او د ټپونو له ښه کېدا وروسته به یې بیا ظلمونو ته مخه کړه.

د عزیزالله کاروان درملنه په بگرام هوايي ډگر کې کېده، چې بگرام ته یوازې امریکايي ټپي عسکر او امریکا ته وفادار کسان د درملنې له‌پاره وړل کېږي.

د عزیزالله کاروان مرگ نورو امریکايي وفادارانو ته څه پیغام لري؟

د طالبانو د «الخندق» د عملیاتو له اعلان وروسته هم ما ویلي وو، چې دغه عملیات پرېکنده ښکاري او حتماً به خبره یوه طرفه کوي او په دغو عملیاتو کې به دا ځل هغه کسان لومړیتوب وي، چې امریکایانو ته یې ډېر خدمتونه کړي وي او د خپلو خلکو وینې یې زېبښلې وي.

په زابل کې حکیم شجاعي، په کندهار کې جنرال رازق، په شمال کې عطاء محمد نور، د جنرال دوستم ملېشې، په خوست او پکتیا کې «کمپاین عسکر» او په ځینو نورو ولایتونو کې ځايي اربکیان او قومندانان یې باید پوه شي، چې یوه ورځ به حتماً له دوی سره د حساب کتاب محکمه پرانیستل کېږي او دشویو ظلونو حساب ـ کتاب به ورکوي. که په دې دُنیا حساب ـ کتاب ورسره ونه شي؛ نو د اخرت له عذابه یې هېڅوک نه شي ژغورلی.

دوی باید پوه شي، چې د امریکایانو د خوشحاله ساتلو له‌پاره باید خپل خلک ونه وژني، بندیان یې نه کړي او شتمنۍ یې ور لوټ نه کړي؛ ځکه امریکایان به یوه ورځ حتماً له افغانستانه وځي او دوی بیا به په تش میدان د خلکو محاکمې ته پاتې وي. دوی د تاریخ تورې څېرې دي، چې د یرغلگرو ته د کړیو خدمتونو پېغورونه یې آن لمسیانو ته هم ورکول کېږي. هغه ورځ به حتماً راځي، چې یوه ورځ جنرال رازق د طالبانو په محکمه کې محکمه شوی وي او د کندهار خلک له ظلمونو خلاص شوي وي. ان شاء الله

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close