عسکره! نور امریکا ته ارزښت نه لرې!

لیکنه محمد رضوان
نن څلورمه ورځ ده چي د افغانستان داخلې او خارجې رسنۍ څارم په ټولو کې دا یوه خبره ګرمه ده چې امریکا نور له افغانستانه خپلي پښي سپکوي.

د حالاتو په لیدو مې د زړه نه د وینو څاڅکې بهیږی!

هره ورځ اورم ننه په فراه کې ۶۸ عسکر مړه او زخمیان شو نن په کندوز کې دومره عسکر مړه او زوبل شو!!!

ولې له نه پوهیږې؟

ښه! تاسو نه یاست خبر چې زلمی خلیلزاد ستاسو په سر زمونږ سره سودا ته پوره تیار ده، که همدا نن (طالبانو) ورسره وومنله چې هو! بس صحیح ده تاسو (امریکایان) په کابل، قندهار او په هرات کې ووسې نو ستا غاړه او زمونږ به چاړه وې!
په قسم درته وایم که دا امریکایان ستاسو ضرورت ونه ګڼې که مو په ۲ روپیو هم خرڅ کړي.

د افغانستان په روانو حالاتو کې د عسکرو ورځنۍ د مرګ شمیره ۳۵ نه تر ۳۹ پوري (رسنۍ اټکل ده)
افغانی له ۳۵ نه اوس تر ۶۰ ورسیده، امینت خو په ټول افغانستان کې نشته، د پټرولو قیمت له اسمان سره خبری کوې نو اي عسکره!!
ته راته ووایه:

د چا لپاره ځان مرګ ته ور کوي؟

که اشرف غنې سره ستا غم وای نو روزانه په لس هاوو مړه کیږی خو د سولي لپاره یې څوک استولی وو؟

په مسکو کې تاسو ولیده
چې سوال ته به یې هم خندل ځواب ته هم، د تقسیم اوقات نوم تیرینه ورک شوی وو سوله خو لا لري خبره ده.

که یې د ډ عبدالله لپاره کوې؟

ډ عبدالله خپله د سیمټې دیولونه بغیر یوه شپه ستا سره په سنګر کې تیره کړې ده؟
لکه د طابانو د هلمند والې حاجې منان! خیر سنګر ته دې نه درځې ستا ملګرې د ورځې شل مرې که سل د ډ عبدالله یې پري څه!
د هغه کور خو ښه په آرام په هند کې ژوند کوي!
دلته ته مری ستا زامن مرې ورکېږی خو د هغه زامن په هند کې مکتبونه وایې!

که د حکومت لپاره قبربانی ورکوی؟

نو حکومت مو چرته ده؟
په مزار، قندهار، ننګرهار، که په کابل او یا نورو ولایتونو کې؟

مزار کې عطانور ځان ته هر څه وایې په قندهاریانو هغه غوږور تادین به خپل ستر جنرال وټاکل شو چې تر ننه يي په (TT)ټي ټي تفنګچه هم فایر نه دی کړی!

او کابل چې په چوکو یې خلګو د دنیا دوهم مفکر غنې عکسونه په رڼا ورځ په مرمیو غلبیل کړل!
او ننګرهار یي د داعش په ځاله درته بدل کړ همدغه حکومت یي اکمالات کوي!

چیري ده حکومت څوک یې مشر ده او څوک د دې حکومت په خاطر قربانیو ته وفاداره اراده لري؟

او په آخر کې
آیا ته د امریکایانو د ګټو په خاطر ځان د طالب په لیزر ختمه وي؟
تر ننه په تاریخ امریکا له یوه چا سره وفا کړې؟

عسکره! والله که دې څوک پښتنه وکړي!
که پوښتنه یې کولای نو د هغه عسکر نه به یې پوښتنه کړي وای کوم چې د طالبانو په زندان کې وو کور ته یې د بل عسکر مړئ ور وړې وو کور یې په میاشتو میاشتو د بل قبر ته زړل!

والله که دې څوک سمه جنازه هم وکړي!
عسکره! ستا دې ملګرو جسدونه نن هم زمونږ سره د جګړی په ډګر کي پراته دي!! راشه که یې ګوری نو د فراه هغه سیمي ته راشه چې طیاره پکښې وویشتلای شوه؟

ګوره عسکره نن لا دا خبره واوره سبا به په کوم ولایت کې د کومې لرې ولسوالی په یوه پوسته کي د شپي په لیزر ویشتلای شوی یې نیمائې ملګري به دي په پوسته کې مړه او نور به په تیښته بریالي شوې وي بیا به نه درته اشرف غنې په قبر کې په ښه درځې چې خپل لمونځ یې هم نده زده او نه ډ عبدالله، نه خلیل زاده فقط زما دغه دوه کرښې وینا ومنه چې امریکایان وتلو ته مجبور دي ستا قیمت په والله که ورسره وي یا به دي راباندي مړ کړي، یا به دي راباندي خرڅ کړې.

بس! نور دی بل په ترازو کې وزن نه لرې.

ته یوه آله وې چې د اسلام په ضد یې استعمالولې اوس دې وخت او ارزښت دواړه ختم شول یا به دې په کم قیمت راباندې پلوري یا به دي غورځوي.

عسکره! هغه د بهرنيو میلمنو میلمستیا دې نوره ختمه کړۀ اوس دې په دروازه بل دستک دې چې غږ یې د طالب ځوان معلومیږې.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close