عسکرو ته چورلکې نه راځي خو داعشيان د جګړې له ډګره باسي؟

راپورتاژ: الماس خدرخېل

تېره ورځ وروسته له هغې چې طالبانو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان وکړ چې له شمال څخه يې د داعش جنګياليو ټغر ورټول کړی ورسره سم حکومتي چارواکو هم د سلګونو داعش وسله والو او د هغوی د مشرانو د تسليمېدو خبر ورکړ.

طالبانو وويل، امريکايي او حکومتي الوتکو وخت په وخت د داعش جنګياليو دفاع کوله نو ځکه يې د هغوی پر وړاندې عملياتو ډير”څلورويشت ورځې” وخت ونيو او په ياده موده کې “د قوشتپې ولسوالۍ د قریه مغل او د درزاب ولسوالۍ د سردرې په فتحه سره ټولې سیمې له داعیشي ملیشو څخه ونیول شوې او په ټول شمال کې د دغو فتنه ګرو وروستۍ جرړه ووته”.

طالبان وايي، په دغه موده کې دوه نوي داعش جنګيالي وژل شوي، يوپنځوس ټپيان شوي، يوسل اته ويشت طالبانو ژوندي نيولي او د “د داعیش د مشر حبیب الرحمن رهبر، مفتي نعمت او د ارتباطاتو مسئول داملا صبغت الله په ګډون ۲۱۶ تنو داعشیانو د کابل ادارې ته پنا وروړي چې د کابل ادارې استخباراتو هم د خپل مخکني پلان په اساس د نجات لپاره سیمې ته هلکوپتر ورته را ولیږل ترڅو يې د مجاهدینو له وروستي ګوزار څخه وژغوري.”

خبرپاڼه کې د اوولس طالبانو د وژل کېدو او ديارلس نورو د ټپي کېدو خبر ورکول شوی ويل شوي چې ياده مرګ ژوبله په تېرو څلورويشت ورځو کې د داعش وسله والو سره د جګړې پر مهال طالبانو ته اوښتې ده.

خبرپاڼه زياتوي، د طالبانو نظامي قطعې د جوزجان، سرپل او فاریاب ولايتونو له استقامتونو څخه په داعشيانو بريدونه وکړل او په دې وتوانېدل چې “د داعش له فتنه ګرو څخه ـول شمال تصفیه کړي” او خلکو ته يې د آرام اخیستلو او هوسا ژوند کولو زمینه مساعده کړي.

په عين حال کې د جوزجان د امنيې قوماندان فقير محمد جوزجاني هم وايي، د داعش مشر مولوي حبيب الرحمن، د هغه مرستيال مفتي نعمت الله له خپلو ۲۵۰ وسله والو جنګياليو سره د طالبانو د بريدونو له ویرې امنيتي ځواکونو ته تسليم شوي دي.

عسکرو ته چورلکې نه راځي خو داعشيان د جګړې له ډګره باسي؟

دا هغه پوښتنه ده چې د ځينو بهرنيو او داخلي چارواکو او سياسيونو هغه ادعا ثابتوي چې وايي په افغانستان کې امريکايان د داعش مرسته کوي او نامعلومه چورلکې د هغوی سيمو ته وسلې او وسله وال کسان لېږدوي.

د داعش وسله والو له تسليمېدو وروسته د دغه ولايت د ولايتي شورا د غړې او د داعش قوماندان څرګندونې له داعشيانو د حکومت او امريکايانو د ملاتړ ښکاره ثبوت دی.

د جوزجان امنيې قوماندان وايي، د داعش جنګياليو په ليکو کې بهرني وسله والو هم شتون درلود خو نوموړی وايي، چې دغه کسان به يا وژل شوي وي او يا به په غرونو کې وي.

خو د صدای افغان رسنۍ د راپور له مخې چې د جوزجان د ولايتي شورا غړې حليمه صدف له قوله يې ليکلي: شاوخوا ۷۰ تنه داعش جنګیالي د ناپېژاندو چورلکو په وسیله د جګړې له ډګره تر ايستل کېدو وروسته له هېواده د باندې امن سيمو ته لېږدول شوي دي.

د جوزجان امنيتي مسئولينو ته د داعش ډلې مشر، قوماندانانو او سلګونو وسله والو تسليمېدلو ويډيوګانې او انځورونو کې داعش جنګيالي د حکومت تر واک لاندې سيمو کې له خپلو وسلو سره ليدل کېږي چې له رويې ښکاري چې ډير مطمین وي.

دغه راز په شمال کې د داعش جنګياليو ته په داسې حال کې د ملي اردو ځواکونو اړوند چورلکې رسېدلي چې د طالبانو له خوا تر سختې کلابندۍ او جګړې لاندې و.

په هغه ويډيوي انځورونو کې څلور چورلکې او ګڼ شمير دولتي وسایط ليدل کېږي چې داعش وسله وال د جګړې له سيمې باسي.

په عين حال کې نيويارک ټايمز ته د داعش ډلې مرستيال مشر مفتي نعمت ګيله کړې او ويلي و چې له حکومته په دې ګيله من دی چې پر ټاکلې نيټه يې ورته چورلکې ورونه لېږلې په خبره يې : “دا یو بېړنی حالت و. له موږ سره وعده شوې وه چې د ژغورنې لپاره به مو چورلکې د شپې پر ۹ بجې راځي، خو له بده مرغه هیڅ شی هم رانغلي”.

پخوا تر  دې هم يو شمير سیاسیونو او د ولسي جرګې غړو ټینګار کړی چې داعش د افغان حکومت او ځینو بهرنیو استخباراتي ادارو ګډه پروژه ده.

د شنونکو په باور، د طالبانو له بريدونو د داعش ډلې ژغورل، هغوی ته د چورلکو استول او ځينې بهرني داعش وسله وال د نامعلومه چورلکو له لوري امنو سيمو ته لېږل هغه څه په ډاګه کوي چې دغه کسان د حکومت له لوري ګمارل شوي و او تر ناکامۍ وروسته يې بيرته حکومت ته پنا يوړه.

د دوی په وينا، د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ملي اردو ځواکونه، عسکر او ګڼ پوځي مرکزونه ډير کله د طالبانو له لوري کلابند شوي خو چارواکو ورته په دومره بيړني ډول چورلکې نه دي استولي لکه داعش ته يې چې ورولېږلې؟

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close