عسکر بايد د طالب رښتينولي درک کړي

تميم توفيق
له ډېره وخته د طالب/مجاهد ترحم ته متوجه يم، تېره ورځ هغه مهال حيران شوم چې ومي ليدل، طالبانو يو شمير بنديان د خپل امير په امر د اوربند په پار خلاص کړي دي، چې د واقعيت دليل يې په رسنيو کې خپاره شوي انځورونه او د مکمل تعارف ليست دی. بل اړخ د کابل دولت هم اوربند ته په احترام څو تنه بنديان ازاد کړل او عکسونه يې هم رسنيز کړل، دوی د معمول مطابق له دې نه هم تبليغاتي ګټه پورته کوله، مګر روزي يې نشوه.
ټول ولس ته څرګنده شوه، چې د اشرف غني په امر ازاد شوي بنديان نه د طالبانو غړي دي او نه هم هغه څوک دي چې د طالب په نوم د تورو تمبو شا ته غورځول شوي و، بلکې دا هغه څوک و چې په حزب اسلامي پورې يې تړاو درلود او يا د غني ړندو عسکرو په بيلابيلو تورونو ګير کړي و خو د نيولو هيڅ شواهد يې ورته نه لرل.
ځکه خو اشرف غني خوشي کړل او غوښتل يې په دې کار سره دوه مرغۍ ښکار کړي، هم مخامخ حزبيان خوشحاله کړي او هم د رسنيو له لاري د طالبانو د احسان بدله ورکړي، مګر دوی له ۱۷ کلنې تجربې سره سره هم نه پوهيږي چې دغه ولس په رسنيزو تبليغات نشي غوليدلای، دا ولس يوازې حقايقو او زمکنيو واقعيتونو ته تسليم دی.
دولتي عسکر بايد د اوربند له درې ورځو څخه اعظمي استفاده وکړي، دوی د طالبانو په اړه ډير بې بنسټه تبليغ اوريدلی و، خو اوس يې مخامخ وليدل او د اسلامي او افغاني باور او وجدان هغه خبرې ورته ثابتې شوې چې دوی ته د اجيرو رسنيو د تبليغاتي څپو له امله يو خيال ښکاريده.
د دولت په نظامي ليکو کې شامل افراد بايد وپوهيږي چې له ۲۰۰۱ کال راهيسې ورته طالب يو سړي خور او د دين او وطن دښمن معرفي کيده خو دوی وليدل چې تر بل هر چا يې له دين او وطن سره مينه زياته ده او په دې لار کې د سر او مال هيڅ راز قربانۍ نه دريغوي.
عسکر بايد په ياد کړي چې خپل دی/ملګری يې طالبانو د جګړې په ډګر کې په وسله سمبال نيولی، خو تر کوره يې په خورا اطمنان او حترام رسولی، مګر بالمقابل چې دولتي اربکيانو ته حتی محض د طالب په رنګ/نوم کوم ولسي وګړی په لاس ورغلی، هيڅ ډول سپکې سپورې او بد رد، بې عزتي او شکنجې يې ترې سپمولي نه دي.
هر دولت ته منصوب شخص بايد احساس کړي چې د دغه ولسي حرکت مبارزينو/طالبانو چې په تيرو ۱۷ کلونو کې د دين او هيواد لپاره هر راز قرباني ورکړې او يا يې له وطن او هيوادوالو سره د هر ډول مينې، ورورولي او خلوص عملي اظهار کړی، دولتي چارواکو پرديو ته منسوب کړي او د دې هڅه يې کړې چې د خپلې ادارې د عسکري ليول افرادو او مامورينو په نظر يې منفور معرفي کړي او په دې سره روانه جګړه غزېدلې وساتي.
دولتي نظامي افراد بايد دا حقيقت درک کړي چې لوړ پوړي چارواکي يې د خپلو ويناوو پوره مخالف جهت کې قرار لري، دوی نه سولې ته ژمن دي، نه يې په دې جنګ ځپلي هيواد او هيوادوالو امن او ثبات پيرزو دی او نه هم د خپلو نظامي افرادو په درد دردمن دي، بلکې ټولې غورځې پرځې يې د امريکا او غرب د مقاصدو او ګټو په خاطر دي، چې د دې لپاره آن د خپلو عسکرو له بې عزتي، په دښمنۍ اخته کولو، له کور او کلي فرار او حتی له وژنې هم مخ نه اړوي او په ډېره بې دردۍ سره يې د لوديځ د اهدافو قرباني کوي.
موږ په کراتو مشاهده کړه چې د ولسي خوځښت مبارزينو دولتي منسوبين له شواهدو سره نيولي، مګر بيا يې هم د اسلامي، افغاني او بالاخره انساني خواخوږۍ له مخې ايله کړي او تر کوره رسولي، خو د دولتي چارواکو د اجيرو رسنيو تبليغاتي څپو په سر اخيستو زلميانو سلګونه بې دفاع کليوال د طالب او دولتي مخالف په نومونو بنديان کړي، په خورا بې رحمۍ يې له تيغه تير کړي، بې روحه جسدونه يې په ټانګونو او رينجرو پسې تړلي، په رنګارنګ شکنجو يې په شهادت رسولي او آن غوښې يې ترې په غاښونو شکولې دي.
عسکر بايد وسوچوي چې د اشغال ضد مبارزې په صفونو کې ولاړو ځوانانو ۱۷ کلن جهادي دور کې له هيڅ اسلامي امر سرغړونه نه ده کړې، هيڅ افغاني دود او عنعنات يې تر پښو نه دي لاندې کړي او هيڅکله يې د يو نظام په چوکاټ کې په ديني او ملي ارزښتونو سودا او لوبه نه ده کړې.
که له ډيرو خبرو تير شو او لنډ د اوربند شپو ورځو ته وروګرځو، د برنيو ټولو کرښو نغدچغد مثال ليدلی شو. د اوربند په ورځو کې همدې مبارزينو، چې د امريکا په ډالرو روږدي دولتي چارواکي او مزدورې رسنۍ يې پردي بولي، څومره په اخلاص او مينه له عسکرو غيږه تاوه کړه، په عجيبه سادګۍ، رښتينولۍ او پوره باور سره د خپل دښمن منځ ته ورغلل، خو دولتي چارواکو د دوی دغه مينه او خلوص هم پرديو ته منسوب کړ.
دوی دا هرڅه په دې خاطر کوي چې تيرايستلي نظاميان يې حقايق درک نه کړي، غواړي د راتلونکي لپاره يې هم له ناپوهي ګټه واخلي، د واقعيت له احساس او درک څخه يې لرې وساتي او بالاخره يې د سرو کفارو د ګټو په پار د هغوی په پښو کې ککرې ورغړوي، تر څو خپل جيبونه له ډالرو ډک کړي، خپلو اولادونو ته په اروپايي په ماڼو کې هوسا ژوند برابر کړي او په هميشنيو تيارو کې د دې بدمرغيو ستړي کړي ملت په ساتلو سره غربي بلاګانې پنډې کړي.
نو عسکر بايد له دين، وطن او هيوادوالو سره د ازادۍ د واقعي مبارزينو/طالبانو مينه، ترحم، خلوص او رښتينولي درک کړي، تر څو په راتلونکي کې خپل وطنوال، ځان او وجدان ته شرمنده نه شي.
په همدې هيله

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close