عسکر وژنه او ولس وژنه په درز کې روانه ده

تميم توفيق

له څه مودې راهيسې هم ولس وژنه په درز کې روانه ده او هم عسکر وژنه له کچې وتلې. عسکر د طالب ماشې ته برابر دي او بې خرته يې وژني او ولس بيا د دوه سرې ادارې د اشنايانو اشغالګرو د الوتکو او ماشينګڼو تر ماشه لاندې دی.

هم عسکر وژنه طالبان، کابل اداره او يرغلګر مني او هم په ولس وژنه دريواړه اعتراف کوي. طالب ښه دی چې په ولس وژنه خو اقلا خواشيني ښکاره کړي، مګر اشغالګر او اذناب يې که څه هم په ولس وژنه کې زيادت مني، خو متأسفانه چې تندی يې هم پرې تريو نکړ.

عسکر پر ځان رحم نه کوي او د بوسو په بيه يې ځان د مرګ کومې ته برابر کړی؛ نو ځکه پرې طالبان هم سرپه نه کوي، خو بيچاره ولس ته پر ځان د ترحم موقع نه ورکول کيږي، د خوشحالۍ او ارامۍ خوند يې لا څکلی نه وي چې له پاسه پرې د عبدالله او غني طيارې صفريک قطعه او يا د کمپاين امريکايي صفته عسکر راکوز کړي او يا پرې د دوی ملاتړي يرغلګر په خورا وحشت سره د بمونو باران جوړ کړي.

موږ چې له ۱۷ کلونو راهيسې دغه ماجرا وينو، په دې متيقن شوي يو چې اشغالګر د اذنابهم په شمول غواړي چې افغان ولس مسخر او دا خاوره د يويشتمې پيړۍ د غربي يرغلګرو مستعمره وګرځوي، دوی که دې موخې ته په هر قيمت رسيږي، مخ ترې نه اړوي، نور هغه څه چې دوی يې د رسنيو په خوله اړوي را اړوي، يوازې د نړۍ د رښتينو انسانيت منونکو د تيرايستلو لپاره دي.

زمونږ ګيله له ژورنالستانو شي، چې له اسلاميت او افغانيت سره سره يې د يرغلګرو او د هغوی د افغاني اشنايانو په قساوتونو، وحشتونو او بې رحميو خولې پټې نيولې، بلکې د دې پر ځای چې نړۍ پرې خبره کړي، توجيهات ورته لټوي او د برأت هڅه يې کوي.

اوس هم چې اشغالګر او کورني انډيوالان يې د ولس وژنې په برخه کې لږ لاس نيولي دي، وجه يې ټولنيزې رسنۍ دي، چې هم د دوی او هم د خبريالانو ترې سترګه کيږي، که سوشل ميډيا نه وای او د دوی اصلي څيره له دې لارې نه لوڅيدای، يقين دی چې د رسنيو دې مسلمانو افغانانو!!! به دا مظلوم ولس لاس او پښې تړلی د امريکايي يرغلګرو چړې ته څملاوه.

خو د خدای حمد دی چې افغان ولس ته يې د کفارو په لاس جوړه دغه وسيله مسخره کړې ده او له دې لارې څخه په کار اخیستلو يې څه نا څه د ځان دفاع کړې ده.

همداسې دې الله تعالی د افغان ولس مل او حامي وي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close