عطامحمدنور: د ډاکټر عبدالله په سیاسي پریکړو  باور نه لرم

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱۱) زرغون خوږیاڼی

د بلخ ولایت سرپرست والي عطامحمدنور ویلي، چې د ډاکټر عبدالله سیاسي پریکړو باورنه لرم، غواړم په خپله په کابل کې سیاسي فعالیت پیل کړم.

د بلخ ولایت سرپرست او د جمعیت اسلامي افغانستان ګوند اجرائيه رییس له بي بي سي سره په یوه مرکه کې ویلي؛ چې ډاکټر عبدالله عبدالله په تېرو دوو نیمو کلونو کې ډېر کمزوری سیاسي عمل کړی او نور د ډاکټر عبدالله په سیاسي پرېکړو بشپړ باور نه لري.

نور په خپله مرکه کې ویلي، چې په اړګ کې ډاکټر عبدالله د جمعیت اسلامي ګوند استازي توب نه شي کولی او پدې اړه غواړي په مستقیمه توګه له ولسمشر اشرف غني سره د واک د ویشلو په اړه وګوري.

محمد نور په وینا، ډاکټر عبدالله سیاسي لوبه ډيره کمزورې وه او د جمعیت ګوند استازي توب یې ونشو کولی، اوس غواړم سیاسي وضعه بدله کړم او په خپله د واک د ویش پر سر له اشرف غني سره وګورم.

د بلخ والي محمدنور دا خبرې وروسته له هغه کوي ، څه موده وړاند نوموړي ویلي، چې که د ولسمشر لخوا یې ځانګړي شرطونه ومنل شي تیار دی چې د بلخ ولایت چوکۍ پریږدي.

اوس نوموړی غواړي په کابل د کړکیچنو حالاتو په استفادې سره د جمعیت برخه یو نوره هم زیاته کړي او یا تر ډيره خپل ځان په سیاسي ډګر کې مطرح کړي.

د ولسمشریزو ټاکنو له جنجالي کیدو وروسته د جانکیري په لاس حکومت د دواړو ډاکټرانو ترمنځ نیم په نیم وویشل شو او د ملي یووالي په نوم یو ګډ حکومت رامنځته شو، چې پایله یې تر ټولو چټله، فاسده او بدنامه وختله؛ خو اوس د جمعیت اجرائیه رئيس د ارګ له اجرائيه رئیسه خوښ نه دی او لا هم ډیر واک غواړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close