عطامحمدنور: چارواکو راته ویلي چې د دوستم پر ځای لومړی مرستیال شم، خو زه خیرات خور نه یم

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱۴) زرغون خوږیاڼی

د بلخ ولایت سرپرست عطامحمد نور ویلي، چې په کابل کې ورته ځینو چارواکو ویلي که دوستم له دندې ګوښه شو نو دی به د ولسمشر لومړی مرسیتال شي؛ خو نوموړی وايي چې د دوستم پر ځای دې بل ازبک مشر وټاکل شي، زه خو خیرات خور نه یم.

په ورستیو کې داسې ګنګوسې راولاړې شوي چې ګویا اشرف غني به د امریکایانو په مرسته دوستم له واکه لرې کړي او پر ځای به یې اجرائيه رئيس عبدالله او یا عطامحمد نور وټاکل شي، خو دوستم بیا ویلي، چې دا چوکۍ ماته چا خیراتي نه ده راکړې او نه هم اشرف غني راکړې، که موږ نه وو نو دولت به هم نه وي.

په وروستیو کې د دوستم لخوا د احمد ایشچي بې غزته کول  ددې هیواد ولسمشر د نړیوالو له لخوا د یو لړ پوښتنو سره مخ شوی چې د دوستم او ایشچي قضیه دې په بې پري توګه وڅیړل شي، خو ولسمشر او بړیڅي یې د ډانګ او پړانګ تر منځ ګیر دي او دوسیه په څارنوالۍ کې د کاغذ پر مخ پرته ده.

دوه ورځې وړاندې خبر ورکړل شو، چې دوستم له جوزجانه څخه د دوه زره وسله والو او زغره والو ټانګونو سره یوځای کابل ته راغلی چې د ولسي جرګې د یو شمیر غړیو اندیښنې یې راوپارولې.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close