عطامحمد نور د یو سیاسي جوړجاړي له مخې د بلخ ولایت پریږدي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲۷) زرغون خوږیاڼی

د بلخ والي عطا محمد نور ویلي که ارګ ورسره په خپلو ژمنو وفا وکړي او دده غوښتنې ومني، نو تیار دی چې د بلخ ولایت د سرپرستۍ چارې پریږدي.

نږدې یوه میاشت وړاندې جمهور رئيس اشرف غني بلخ ولایت ته د عطانور لیدلو لپاره ورغلی و او دغلته یې له عطانور سره د لیدنې په ترڅ کې د یو سیاسي جوړجاړي له مخې غوښتي وو، چې ددغه ولایت له سرپرستۍ لاس په سر شي.

عطا محمد نور هم ورسره د یو لړ شرطونو په ترڅ کې یاده غوښتنه منلې ده او ویلي یې دي، که غوښتنې یې ومنل شي چمتو دی د بلخ سرپرستي بل چاته وسپاري.

د تسنیم خبري اژنس په وینا عطامحمد نور ویلي، چې له ولسمشر اشرف غني سره یې یو تړون لاسلیک کړی چې له مخې به یې په ګډ حکومت کې د جمعیت ګوند ته پوره واک ورکول او ورسره په ټولو چارو کې مشوره کول شامل دي.

  تر ډیره روښانه نه ده، چې د جوړ جاړي کې په کومو ټکو سره سلا شوې، خو تیره ورځ عطانور په مزار شریف کې خبریالانو ته وویل، چې جمعیت ګوند ته يې په واک کې ځای او د ټولو ملي او نړيوالو مسايلو په اړه د تصميم نيولو په برخه کې ونډه ورکړي، نو د ولسمشر غوښتنه به ومني.

د عطانور یوه ویان ویلي،چې په دې شرط ورته اماده شو چې غني به په کابینه کې ژور بدلون راولي، معنی دا چې د عطانور د خوښې خلک به وزیران، معوینان، والیان، قومندانان، مدیران، ماموران او داسې نور ټاکي. بل دا چې د ګلبدین حکمتیار خلک به ټول بې له قید و شرطه وسله پرځمکه ږدي او د اساسي قانون ټول جزئیات به مني؛ نو دی اماده دی چې د امنیت په ټینګولو کې د مرستې ترڅنګ، دا سولیيز تړون هم تائید کړي.

عطا محمد نور ته نږدې سرچینو ویلي، چې په  دې اړه به نور معلومات وروسته څرګند شي.

د هیواد شنونکي د اشرف غني او عطانور یاد جوړجاړي ته د شک په سترګه ګوري او ویلي يې دي چې په داسې شخصي غوښتنو سره د هیواد اساسي قانون تر پوښتنې لاندې راځي او دا زور واکو ته د تسلیمۍ په مانا ده.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close