عطانور ارګ ته د امتیازاتو د ورکړې په بدل کې د څوکۍ پریښودو ته زړه ښه کړی، خو جمعیت یې نه مني

ارګ منلې چې د بلخ نوی والي او نوی د امنیې قوماندان به د عطانور په خوښه وي، همداراز به په بهر کې ۶ سفارتونه، د پوهنې او اطلاعاتو فرهنګ وزیران هم د جمعیت له ډلې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۱۵ فرید افغان)

د راپورونو تر مخه په تیرو څو ورځو کې د اشرف غني او عطانور تلیفوني له تماسونو وروسته تیره ورځ ارګ د معصوم ستانکزي او سلامي رحیمي په مشرۍ یو پلاوی بلخ ته ولیږه تر څو عطانور رضا کړي چې د امتیازاتو په بدل کې د ولایت مقام پریږدي.
د یک تلویزیون وایي چې سلام رحیمي او ستانکزي پرلپسې دوه ورځې د تړلو دروازو تر شا له عطانور سره خبرې کړې.

ارګ منلې چې د بلخ نوی والي او نوی د امنیې قوماندان به د عطانور په خوښه وي، همداراز به په بهر کې ۶ سفارتونه، د پوهنې او اطلاعاتو فرهنګ وزیران هم د جمعیت له ډلې وي.

خو جمعیت بیا دا معامله نه مني؛ د دې ګوند یو شمیر مشرانو رسنیو ته ویلي چې جمعیت خپلې غوښتنې د حکومت د نیم واکي شریک په توګه لري او عطانور باید خپلسرې معاملې له چاسره ونه کړي ځکه چې په وینا یې، دا چاره د جمعیت ګوند تر مشرانو تړلې ده.
بل پلو د دې ګوند مشر صلاح الدین رباني چې اوس بهر ته په سفر تللی، له دې معاملې سره مخالفت ښودلی او ویلي یې دي چې دا معامله ورته د منلو نه ده.
د سیاسي چارو کارپوه احمدسعیدي وایي؛ چې حکومت ویرې اخیستی او د لوی شرم له امله یې ۵۰_ ۵۰ نیمایي معاملې زړه ښه کړی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close