عطانور او حکمتیار، پر طالبانو او حکومت توندې نیوکې کړې

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۳۰)

نن د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار او د جمعیت اسلامي اجرایه مشر عطامحمد نور په جلا جلا ویناوو کې پر حکومت او طالبانو سختې نیوکې وکړې او د راتلونکو ټاکنو په هکله یې ژوره اندیښنه په ډاګه کړه .

ګلبدین حکمتیار نن د اختر تر لمانځه وروسته خپلو مینوالو ته وویل،

“د انتخاباتو کمیسیون هیڅ استقلال نه لري، د یوې ځانګړې حکومتي کړۍ مداخله، د سټیکرونو په غیر شفافه بڼه ویشل او د سیاسي دلایلو له مخې د تذکرو او اسټیکرونو نه لیږل جدي تقلب دی.“

نوموړي زیاته کړه، هغه کسان چې مستقل نوماندان دي باید احزابو له آدرسه نوماند شي دغه راز باید دټاکنو کمیسیون او حکومت هرو مرو د احزابو طرحه ومني.

نوموړي یوځل بیا د طالبانو پر وړاندې خپل سکوت مات کړ او ویې ویل

“، څوک چې په جګړې ټينګار کوي، څوک چې د سولې په وړاندې خنډونه پيدا کوي، هغه له خپل ولس، دين او هېواد سره دښمني کوي، د پرديو په خدمت کوي دي او د هغوى د ګټو لپاره لګيا دي“

حکمتیاروویل ، طالبان باید د ده په څیر سوله وکړي تر څو بهرنیانو ته د مداخلې پلمه پاتې نه شي.
هغه زیاته کړه

“ د کندوز او غزني په څېر جنګونو ته نه کوم عقلي او نقلي دليل وړاندې کېداى شي او نه د ايمان خاوند هغه توجيه کولاى شي چې په ترڅ کې يې سلګونه اننسانان ووژل شي“

نوموړي د امریکایانو د وروستیو بمباریو په اړه چې لسګونه عسکر او سلګونه عام وګړي یې قرباني شول، کومه څرګندونه ونه کړه

دغه راز د بلخ پخواني والي او د جمعیت اسلامي مشر عطامحمد نور په ګواښوونکې لهجه وویل، که به انتخاباتي کمیسیونونو کې بدلونونه را نه غلل، موږ مخکې له مخکې انتخابات تحریموو او پر دوهم ګام غور کوو.

نوموړي له طالبانو سره د مشروط اوربند څرګند مخالفت وکړ او زیاته یې کړه؛ اوربند د حل لاره نه ده ، په تیر اوربند کې سلګونه طالبان ښارونو ته له خپلو مهماتو سره یوځای ننوتل او حکومت یې له داخله محاصره کړ.

د بلخ د پخواني والي په وینا ،د تير اوربند را په ديخوا د دولت وسله والو مخالفينو ، په بيلابيلو ولايتونو کې اوه زره سرتيري وژلي دي.
شنونکي وایي، که څه هم جمعیت او حزب سرسخت خپلمنځي مخالفين دي، خو د پالیسۍ په برخه کې وروستی تصادفي جوړجاړی یې، د ځینو سیاسي اهدافو پر لوري د وارخطایي پیلامه ده چې د طالبانو د واکمنۍ د راتلو پرمهال هم د دواړو ډلو ترمنځ  ورته سیاسي روغه جوړه تکرار شوې   او اوس هم ښایي تیر ته په کتو د دریم مخالف لوري د راتګ ویرې اخ.یستي وي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close