عطانور: بلخ ته، د نوي والي د ټاکنې خپاره شوي خبرونه حقیقت نه لري

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۲۳ فرید افغان)

د بلخ والي چې ارګ یې د لرې کیدو ادعا لري یوځل بیا خپل پخوانی دریځ خپل کړی او هغه ادعاوې چې ګواکې نوموړي د ځینو امتيازاتو په بدل کې په خپله خوښه د بلخ ولایت ته نوی والي ټاکلی، رد کړې.

عطانور پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي؛ “هغه خبرونه چې وایي ما د بلخ د والي په توگه کار پریښی، دروغ دي او ز یې ردوم“
عطانور ویلي؛ تر هغو به والي وي تر څو یې ټولې غوښتنې نه وي منل شوې.
تیره ورځ د ارګ ځینو سرچینو بي بي سي ته تائید کړه چې عطانور د دو وزارتونو، سفارتونو، په ترلاسه کولو سره د بلخ ولایت ته په خپله خوښه محمداسحاق رهګذر د والي په توګه ټاکلی او تر نوروز وړاندې به په کار پیل وکړي چې دا موضوع هغه مهال سملاسي د جمعیت ګوند رد کړه .
اوس تازه عطانور ویلي چې د بلخ پر سر به له ارګ سره هیڅ پټه معامله ونه کړي او په وینا یې چې د خپلو مشروعو غوښتنو تر پوره کیدو وروسته به اقدام کوي.
عطانور له تیرو ۱۵ کلونو را په دیخوا د بلخ واکمن دی او شاوخوا درۍ میاشتې کیږي چې له ارګ سره یې جنجال رامنځته شوی.
دبلخ پر سر د نور او غني شخړه دسیاسي، اجتماعي او اقتصادي لاملونو له کبله غځیدلې چې اوس هم معلومه نه ده چې ارګ به د جمعیت غوښتنو ته پام وکړي کنه.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close