عطانور: د ملي یووالي حکومت موده پنځه کاله نه شي غځول کېداى

کابل ټکی کام ۲۳حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
تېره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په کابل کې د خپلو څرګندونو پرمهال د ملي یووالي حکومت عمر له ۲ کلونو څخه پنځو کلونو ته وغځوو.
د جان کیري دغو څرګندونو د مشرانو جرګې او یو شمېر نورو مشرانو غوسې راوپارولې، او د جان کیري له لورې د افغانستان برخلیک ټاکل یې د ځان لپاره ستر شرم او د افغانستان په کورنیو چارو کې یې په لوی لاس سره لاسوهنه وبلله.
د جان کیري د دغو څرګندونو په غبرګونونو کې د بلخ ولایت سرپرست والي عطا محمد نور هم د جان کیري له لورې د ملي یووالي حکومت پنځو کلونو ته غځول رد کړل، او ویې ویل چې د ملي یووالي حکومت موده پنځه کاله نه، دوه کاله ده.
عطا محمد نور دغه څرګندونې نن په مزارشریف کې د یوه ښوونځي د پرانیستلو پر مهال وکړې.
عطانور په خپلو څرګندونو کې وویل، جان کیري باید د ملي یووالي حکومت د عمر د غځولو پر ځای د ولسمشر، اجرائیه رئیس او نورو چارواکو څخه د تېر یو نیم کال د کړنو په اړه پوښتنه کړې وای.
عطانور وایي:
« آی کاش چې ښاغلی جان کیري افغانستان ته راغی او د جمهوررئیس صاحب ،اجرائیه رئیس صاحب، بهرنیو چارو وزیر صاحب او د چارواکو سره یې کتنې لرلې، د دې پرځای چې د حکومت د کار ددوام په هکله د دوه کلن هوکړه لیک پرځای په پنځه کاله یې ټینګار کوه، ښه به دا وای چې د دې حکومت کړنې یې ارزولې وای، ښه به وای چې کومې موافقې چې باید په دغو دوو کلونو کې ترسره شوې وې هغه ارزول شوې وای، ددې لپاره چې پاتې پنځه کالو یا پاتې درې کلونو د کار اټکل مو ددغو دوو کلونو کړی وای.»
اجرائیه رئیس نن په کابل کې د دا ډول څرګندونو په اړه وویل، چې نوموړی داسې کسانو ته په تعجب کې دی.
نوموړي وویل:
« زه متوجه شوم چې وروسته له دې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي جان کیري، چې د ملي یووالي د حکومت د دورې او د هوکړه لیک د بڼې په اړه خبرې وکړې، داسې مې وګڼله چې یو شمیر زمونږ سیاستوال، زمونږ محترم سیاستوال، تازه یو واقعیت ته متوجه شوي دي، چې زما لپاره په رښتیا د تعجب وړ وو، زما تمه داوه هغوی چې د افغانستان په سیاسي راتلونکي کې غواړي ونډه ولري، چې لږ ترلږه دغه هوکړه لیک یې له نظره تیر کړی وای.»

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close