عطا نور: په افغانستان کې موجوده بهرني ملکونه د خپلو ګټو لپاره جنګیږي

کابل ټکی کام ۳۱حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
له بلخ ولایت څخه خبري منابع وایي، چې په دغه ولایت کې یوه لویه غونډه جوړه شوې وه، چې دولتي چارواکو او مدني فعالانو پکې ګډون کړی وو.
دغه غونډه چې د طالبانو په وړاندې د افغان ځواکونو د حمایت په موخه جوړه شوې وه، پکې د بلخ والي عطا محمد نور هم وینا وکړه.
د بلخ والي عطا محمد نور وویل، چې په افغانستان کې موجوده بهرني ملکونه د خپلو ګټو لپاره جنګیږي.
نوموړي وویل، چې دغه بهرني هېوادونه له افغانستان څخه د استراتيژیک عمق په څېر استفاده کوي.
عطا نور پر افغان حکومت غږ وکړ، چې افغان دولت دې د طالبانو په وړاندې جدي مبارزه پیل کړي.
عطانور د سولې په اړه څلور اړخیزې خبرې او پاکستان ته د سولې د پروسې د هوارولو په اړه د دولتي چارواکو سفرونه بې فایدې وبلل، او د طالبانو په وړاندې یې پر جدي مبارزې تأکید وکړ.
عطانور طالبان د مذهبي مقدساتو خلاف وبلل، او ویې ویل، چې دوی د بل د ګټو لپاره په افغانستان کې جګړه کوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close