عطا نور: که بهرنيان مداخله ونه کړي، ارګ درې ورځو کې نيسو

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۹)

د جمعيت ګوند اجرائيه مشر او د بلخ پخواني واکمن عطا محمد نور يوځل بيا د ملي يووالي حکومت ته کوتڅنډنه کړې ويلي يې دي که بهرنيان مداخله ونه کړي ارګ به په درې ورځو کې له حکومتي چارواکو ونيسي.

عطا محمد نور تر دې مخکې د ملي یووالي حکومت ننګولی او له بلخ څخه د هغه د ليرې کولو سربيره يې څو مياشتې د بلخ د والي په توګه دنده وکړه.

د ولسمشر غني او عطا محمد نور تر منځ د درې میاشتني جنجال د پای ته رسولو لپاره داسې هوکړه شوې وه چې نور به دنده خوشې کوي په بدل کې به يې د نور په خوښه دوه وزیران ګومارل کېږي، د سلاکارۍ ستره شورا به جوړېږي، یوه ډيپلوماټیکه دنده او په بلخ کې څو حکومتي دندې به د هغه په خوښه وي.

نوموړي په هغه مرکه کې چې تازه يې اريانا نيوز سره کړې ويلي چې په شوې هوکړه کې يې د بدلون هڅې روانې دي او ګواښ يې کړی که حکومت يې شوې هوکړه عملي نه کړي نو هېواد به د یو ستر بحران خواته لاړ شي.

د بلخ پخوانی واکمن او د جمعيت ګوند اجرائيه مشر عطا نور له عبدالله او اشرف غني سره اختلافات لري چې تر دې مخکې يې د هغوی پر وړاندې توندې څرګندونې کړي دي.

عطانور ويلي، د راتلونکو ټاکنو په اړه هم حکومت ورسره ژمنې کړي چې د پوره کېدو په اميد يې دی زياتوي که حکومت خپلې ژمنې ماتې کړې دی به يې تر اخره پر ضد ودريږي.

تر اوسه د ملي يووالي حکومت چارواکو د نوموړي د يادو څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close