عمر البشیر ګواښ وکړ چې د مخالفینو په وړاندې به قانوني اجراءات وکړي

د الجزیرة نه په مننې

عزیر اسدخیل

د سوډان ولسمشر ښاغلي عمرالبشیر تیره چهارشنبه یو ځل بیا پر غرب کلکې نیوکې وکړې، او خپل هغه مخالفین یې چې په پاریس کې دوه اونۍ وړاندې د پردیو په اشاره راغونډ شوي وود برطانیې ګوډاګیان وبلل.

عمر البشیر یو ځل بیا په د پلازمینې خرطوم جنوب ته د النبیل الابیض ولایت په ربک ښار کې یوې غونډې ته په خپله  وینا کې وویل چې د مخالفینو (نداء السودان) د ځواک پر ائتلاف به برید وکړي، او ټینګار یې وکړ چې هیڅکله به په یوه وخت سیاسي او نظامي دواړو جبهو ته اجازه ورنکړی، ګواښ یې وکړ چې د ده په وینا د لاسپوڅو او ګوډاګیانو سرکشي به مهار کړي.

ولسمشر بشیر په غرب باندې په نیوکو کولو سره په خپله وینا کې څرګنده کړه چې کله د برطانیا پخوانۍ سفیرې (روز اليند مارسدن) د خدای په امانۍ کولو په موخه ورسره ملاقات درلود هغې هڅه وکړه څو یو شمیر مشورې پرې ومني خو ده په خورا سختۍ سره د هغې مشورې په داسې شکل سره رد کړې چې د ده په وینا (په هغې ورځې یې هم پښیمانه کړه په کومه ورځ چې له موره زیږدلې ده).

عمر البشیر وویل برطانیا مستقیما دده مخالفین په پاریس کې راغونډ کړي او چې هر څه ورته وایې دوی یې مني.

عمر البشیر دې ته هم اشاره وکړه چې خرطوم لدې مخکې هم دوه ځل د برطانیا سفیر له دغه هیواده شړلی، او یو ځل یې د ملګرو ملتو عمومی منشي هم له دغه هیواده ځکه ویستلی و چې له خپلو پولو یې تیری وکړ، هغه په څرګنده وویل چې د ده حکومت لا د پخوا نه د ملګرو ملتو د امنیت د شورا غیر عادلانه فیصله څیرې کړېده.

هغه وویل چې د سوډان مخالفین نور په بهر کې د پاتې کیدا هیڅ ډول مبرر نه لري ځکه چې حکومت دوی ته له پخوا نه د ملي جرګې او مرکې ناسته اعلان کړې او دا یې پکې واضح کړي چې په قوانینو کې به بدلون راولي او د واک او سیاست خلاوې به ډکې کړي.

ولسمشر زیاته کړه چې مخالفین چې په بهر کې بې خرته لګښتونه او په الوتکو کې سفرونه لري دا امکانات له کومه پیدا کوي؟

عمر البشیر ګواښ وکړ چې د مخالفینو په وړاندې به قانوني اجراءات وکړي.

په مخالف ائتلاف کې یو شمیر سیاسي ګوندونه چې په سر کې یې د امت او مؤتمر ګوندونه قرار لري راټول شوي او تر څنګ یې یو شمیر وسله وال خوځښتونه هم په ډارفور او کردفان او النیل الأزرق کې فعالیت لري.

عمر البشیر وویل تر هغې چې د سوډانیانو د استازي په توګه د واک په کرسۍ ناست وي د ده ولس به له ده څخه د عزت او هسکې غاړې پرته بل موقف ونه ګوري.

عمر البشیر د فساد او مفسدینو په وړاندې د جګړې کولو خپله ژمنه یو ځل بیا تازه کړه او ویې ویل چې: هر هغه څوک چې په ناروا توګه د ملت مال خوري د هغه له ستوني به یې وباسې او محکمې ته به یې راکاږي.

عمرالبشیر د کنانة الدولي د هوایي ډګر په هوایی بیس کې د ۱۸مې پلې فرقي نظامي افسرانو ته په خپله وینا کې وویل چې: دولت د یوه پرمختللي فوځ جوړلو ته ژمن دی، یوه ښه کاري فضا به رامینځته کړي څو د هر ډول بهرنیو دسیسو په وړاندې مقاوم وي او یو ځواکمن ویروونکی ګوزار به ولري او د خپل هیواد د پولو په ټینګه ساتنه به وکړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close