علم او قلم بدون له توري دغلامۍ سبب ګرځي

لیکوال عزام حقاني

اسلام دعلم، زده کړي ، لوستلو او ویلو دین دی، تعلیم دانبیاؤ کار دی الله جل جلاله پیغمبران رالیږلي دهمدي لپاره وو چي خلکو ته خیر وښیي او له بدو څخه یې لري کړي، او هم دجاهلیت په تیارو کې ډوب جهان دعلم او پوهي په څراغ سره روښانه کړي،
دعلم په زریعه سره یو انسان دخپل انسانیت په قدر پوهیږي ، خو چې دا زده کړه او لوستل به دشیطان، انګلز، مارکس او ډیموکراسۍ په نوم نه وي، هو په کومو ټولنو کې چی دعلم او پوهي نیستي وي هغلته به ظلم ، ګناه او تورتم ژورې ریښې اچولې وي .
الله جل جلاله انساني ټولنه په داسي دین مشرفه کړه چي دهغه دین لومړی حکم په لوستلو بناء دی او همدارنګه دقرآن کریم تر ټولو اولني ایتونه چي نازل شوي دقلم او تعلیم په باره کې نازل شوي ، او ددي علم زده کوونکي الله جل جلاله په لوړو منازلو او درجو سره نازولي دی.
خو له دي علم سره یو بل څه ته هم اشده اړتیا شته چي ماسوی له هغې څخه دعلم ارزښت، منزلت، مقام حیثیت په خپل حال نه پاتیږي چی هغه عبارت له توري څخه ده یعني توره هغه څیز ده چې ددې په زریعه دملتونو او قومونو سر نویشت ټاکل کیږي
داسلام مبارک دین لکه څنګه یې چه علم دپرمختګ راز بللی همداسي د توري زده کړه یې هم لازم ګرځولې څو داسلام او اسلامي امت ساتنه په وشي، او قلم بدون له توري کومه معنی نه لري .
دمسلمانانو شکست، هلاکت او ذلت له هغه وخته پیل شو چې کله یې علم او قلم بدون له توري د ترقۍ اساس وبلل ، او توري یې په لویو لویو پوښونو کې واچولې،
که داسلامي تاریخ پاڼي راوړوو نو دابه راته معلومه شي چې دمسلمانانو هغه لویه امپراتوري چه له ختیځه تر لویدځه یې راج او واک چلیده ددی امله له منځه ولاړې چې دوی دپلرونو توري په پوښونو کې واچولې او یوازي د وسلوتونو زینت یې وګرځولې، چي په نتیجه کې دمسلمانانو لویه امپراطوري ختمه شوه.
نو دتوري استعمال دالله په حکم سره هغه جوهر ده چي داسلام او مسلمه امت عزت او وقار پرې ساتل کیږي اوهم اسلامي امت دکفارو له حملو څخه پرې ژغورل کیږي
اوکه نن ورځ هغو اسلامي هیوادونو ته وګورو چي یوازي دقلم او علم په زده کړه اکتفاء کوي او دالله جل جلاله حکم جهاد ته یې شا ورګرځولې او دپرمختګ راز یوازي قلم بولي، که څه هم په فزیکي لحاظ جوړ دي ، خو ولي نه یې اسلام اونه مسلمانانو ته کومه فایده رسېدلې ، او نه یې په خپلو هیوادونو کي اسلامي نظام قائم کړی.
نو قلم بدون له توري هغه څیز دی چي ملتونو او قومونو دغلامۍ په ځنځیرونو تړي ، او په دي هم پوه شی چي ټولي دعزت پریکړي په توره کیږي نه په قلم باندي
خو یوه خبره شته چي توره یو سر شوخه آس ده دعلم قیضه ورته پکار ده.
ځکه الله جل وعلی شأنه مسلمانان د دواړو په زده کړه او عملې کیدو مکلف کړي ، نو دعلم او توري مثال یو دبل سره د لازم او ملزوم دی .

یوه خبره باید وکړم چي دمسلمانانو په ژوند کې یو وخت داسي هم راځي چي اسلامي نړۍ دعلم پر ځای دهغو تورو ته زیاته اړتیا لري.
ځکه دمسلمان دژوند دویم جوهر سپاهي توب دی .
که چیري نن هم مسلمانان دواړو ته مخه کړي نو ان شاء الله چي یو ځل به بیا دازادۍ او وقار خاوندان وي.

دیو سوکالي اسلامي نړۍ په هیله

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close