عمران خان: افغان او بنګالي مهاجرینو ته به د پاکستان تابعیت ورکړل شي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۲۶)

د پاکستان لومړي وزير عمران خان ويلي، په پاکستان کې ميشت افغان او بنګالي مهاجرينو ته به د دغه هېواد تابعيت او پاسپورټ ورکړل شي.

عمران خان دغه څرګندونې پرون په کراچۍ کې يوې غونډې ته د وينا پر مهال وويل زياته يې کړه د نړې په نورو هېوادونو کې چې کوم ماشوم پيدا او لوی شي د هغه هېواد د تابعيت اخيستلو حق لري خو په پاکستان کې تر اوسه دا کار نه دی شوی، چې دا ظلم دی، بايد هغوی ته خپل حق “تابعیت” ورکول شي.

د عمران خان په وينا، په هېواد کې لکونه افغانانو او بنګاليانو ته چې دلته ژوند کوي د تابعيت نه لرلو له امله رزوګار نه ورکول کېږي، کارونه يې یا نه پيدا کيږي او يا سخت کارونه کوي چې له کبله يې ډيری وګړي له مجبوريته جرمونو ته مخه کوي.

خان وويل، په دې اړه بحثونه شوي او دا کار کول به د ده لومړيتوب وي.

د ملګرو ملتونو د شميرو له مخې، دا مهال په پاکستان کې شاوخوا يو نيم ميليون ثبت شوي افغانان ژوند کوي خو پاکستاني چارواکي وايي د ثبت شويو افغانانو سربيره له درېيو تر څلورو ميلیونو غير قانوني افغانان هم ميشت دي.

که څه هم په وروستيو کې ډيری افغانان خپل هېواد ته راستانه شوي خو په هېواد کې د جنګ جګړو او اقتصادي وضعيت د خرابوالي له کبله لسګونه زره نورو هېواد پرېښی او په قاچاقي لارو بيرته پاکستان، ایران او يا اروپايي هېوادونو ته اوښتي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close