عمران خان: امريکا دې په افغانستان کې د خپلې ناکامۍ پړه پر پاکستان نه اچوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۲۹)

وروسته له هغې چې د امریکا ولسشمر ټرمپ پر پاکستان نيوکه وکړه چې له امريکا يې ميليونونه ډالره ترلاسه کړي خو په بدل کې يې هغه هېواد هيڅ مرسته ورسره نه ده کړې چې پر وړاندې عمران خان توند غبرګون ښودلی دی.

ټرمپ له يوه تلويزيوني چينل سره له خبرو وروسته يوځل بيا ټويټ وکړ چې په وينا يې اسامه او افغانستان هغه دوه بيلګې دي چې پاکستان پکې صادقانه همکاري نه ده کړې.

د ټرمپ يادو څرګندونو او وروستي ټويټ ته په ځواب کې د پاکستان لومړي وزير عمران خان ويلي، چې امريکا دې په افغانستان کې د خپلې ناکامۍ پړه پر پاکستان نه اچوي.

عمران خان زياتوي، چې ټرمپ دې په تاريخي حقايقو پوه او د دې وضاحت ورکړي چې ولې د سلګونه زره داخلي او بهرني پوځيانو په موجوديت کې طالبان تر پخوا ډير قوي شوي دي.

خان ادعا کوي چې پاکستان د امريکا په جګړه کې ستر زيانونه ګاللي او دا به مناسبه نه وي چې پر اسلام اباد تورې ورته ډول تورونه پورې شي.

امريکايي چاراکو پخوا هم پر پاکستان تورې پورې کړی چې د طالبانو سره مرستې کوي او هغوی ته پټنځايونه ورکوي خو پاکستان په وار وار دغه تورونه رد کړي وايي چې طالبانو د افغانستان نيمه خاوره تر خپل حاکميت لاندې لري او هرډول عمليات له خپلې خاورې رهبري کوي.

په وروستيو کې د امریکا او پاکستان اړيکې ترينګلې شوي چې پر دغه هېواد يې خپلې ژمنې کړې مرستې هم بندې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تازه د امریکا دفاع وزارت او د امريکايي پوځ لوی درستيز جنرال ډانفورډ پر دې اعتراف وکړ چې د افغانستان ستونزه پوځي حل نه لري او طالبان له نظامي لارو نه شي ماتولای.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close