عمران خان امریکا ته: نور ستاسو ”اجیر ټوپکیان“ نه یو

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي چې پاکستان باید نور ”هیڅکله د پیسو په بدل کې د نورو جنګونه ونکړي.“

عمران خان له امریکایۍ واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي چې پاکستان نور د امریکا اجیر ټوپکی نه دی، او باید تر دې وروسته ”د نورو لپاره په خپل هېواد کې جګړه ونکړي.“

د عمران خان په وینا، ”زه به داسې ملګرتیا غوره نه کړم چې په هغې کې له پاکستان سره د اجیر ټوپکي په څېر چلند کیږي – داسې اجیر ټوپکی چې د بل چا په ګټه د جګړې کولو لپاره پیسې ورکول کیږي.“

عمران خان ټینګار کړی، ”موږ باید نور هیڅکله ځان په داسې مقام کې ونه غورځوو.“

د عمران خان په خبره، پاکستان په خپله خاوره کې د پردیو د جګړو د پرمخ بېولو له امله نه یوازې د خپلو خلکو او قبایلي سیمو له ویجاړۍ سره مخ کیږي، ”بلکې دا زموږ حیثیت او وقار ته هم زیان اړوي.“

د پاکستان اوسني لومړی وزیر عمران خان تر دې وړاندې هم ”د تروریزم پر ضد مبارزه“ کې د امریکا پر لاسنیوي پښېماني څرګنده کړې ده. نوموړي تېره اوونۍ هم قبایلي سیمو ته په یوه سفر کې ویلي و چې ”پاکستان باید نور د پردیو جګړې ونکړي.“

عمران خان په مرکه کې همداراز ویلي چې د افغانستان ستونزه د جګړې له لارې نه حل کیږي او باید له سیاسي لارې حل کړل شي.

عمران خان دا خبرې داسې مهال کوي چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد، د افغانستان د سولې د خبرو په تړاو پاکستان ته سفر کړی و.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close