عمران خان رسماً د پاکستان د لومړی وزیر په توګه وټاکل شو

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۲۸)

د پاکستان تر لانجمنو ټولټاکنو وروسته، چې د تحریک انصاف ډلې په کې غوڅ اکثریت ترلاسه نه شو کړای، نن د پاکستاني پارلمان غړیو عمران خان او شهباز شریف ته د رایو صندقونه کیښوودل چې په کې شهباز شریف ۹۶ خو عمران خان د ۱۷۶ غوڅ اکثریت رایو په ترلاسه کولو سره ددغه هېواد دوه ویشتم لومړی وزیر وټاکل شو.

عمران خان داسې مهال د غوڅ اکثریت رایو په ترلاسه کولو بریالی شو چې، پر وړاندې یې د مسلم لیګ ن، پیپلز، عوامي نېشنل او جمیعت علماء اسلام ګوندونو په ګډ کاندید (شهباز شریف) سلا کړې وه، خو د اټکل په خلاف د پیپلز ګوند شهباز شریف ته هیڅ رایه ور نه کړه.

باید وویل شي چې تېره چهارشنبه د پاکستان د ۱۵ دورې د پارلماني استازو د اداري مشر د ټاکلو لپاره رای اچونه وکړه چې هلته هم د تحریک انصاف ګوند کاندید اسد قیصر خپل مخالف سیال خورشید شاه ته ماتې ورکړه، خورشید هم د مخالفو ګوندونو له خوا په ګډه نوماند و.

د یادونې وړ ده چې د تحریک انصاف ګوند د پاکستان په عمومي ټاکنو کې ۱۱۶ څوکۍ ګټلې وې او د صدراعظمۍ لپاره ورته د ۱۷۲ څوکیو ضرورت و،چې وروسته بیا ورسره په پارلمان کې ځینو ګوندونو او یو شمېر خپلواکو کاندیدانو ایتلاف وکړ.
ټاکل شوې ده چې عمران خان به سبا په رسمی توګه د پاکستان د نوي لومړي وزیر په توګه لوړه وکړي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close