عمران خان په پاکستان کې مظاهره کوونکو ته خبرداری ورکړ

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۱۰)

د پاکستان لومړي وزير عمران خان په دغه هېواد کې مظاهره کوونکو ته خبرداری ورکړی چې حکومت دې نه مجبوروي ترڅو د هغوی پر وړاندې سخت اقدامات وکړي.

تيره ورځ د پاکستان سترې محکمې يوې مسيحۍ نجلۍ (آسيه) چې د توهين رسالت تور پرې لګول شوی سزا يې لغوه او له بنده ازاده کړه.

په عيسوۍ نجلۍ اسيه باندې په ٢٠٠٩ کال کې دین د سپکاوي تور لګیدلی و او د پاکستان یوې محکمې ورته د اعدام سزا اورولې وه.

تيره ورځ د سترې محکمې له هغې اعلان سره چې د اسيه د ازادولو حکم پکې شوی و، د پاکستان په يو شمير لويو ښارونو او پلازمينه اسلام اباد کې خلکو لاريونونه وکړل او لويې لارې يې بندې کړې، چې پکې د سترې محکمې پرضد شعارونه ورکول کېدل او د اسيه د اعدام غوښتنه يې کوله.

د اسیې د قضیې د ملاتړ له کبله په پاکستان کې د پنجاب ګورنر سلمان تاثیر په ٢٠١١ کال کې د هغه خپل ساتونکي ممتاز قادري له خوا وژل شوی و چې وروسته بيا قادري د محکمې له خوا اعدام ورکړل شو.

د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د مذهبي ډلو مشرانو لاريونونه او غونډې وکړې همدرانګه د تحریک لبیک ګوند پلويانو مظاهرې پيل کړي او مشر يې خادم حسین پر خپلو پلويانو غږ کړی چې په ټولو ښارونو کې پراخې مظاهرې وکړي.

پاکستانۍ رسنۍ وايي، مظاهرچیانو کې ځینو د پوځ لوی درستیز او د سترې محکمې قاضي ته ګواښونه کړي.

چې په غبرګون کې يې عمران خان ويلي چې یوې “وړې طبقي” د سترې محکمې فېصلې ته چې کوم ډول ردعمل ښودلی، د پوځ مشر او د قاضیانو خلاف یې کوم ډول الفاظ استعمال کړل دا د منلو وړ نه دي.”

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close