کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۱ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
افغانستان کې د ناټو ځواکونو قوماندان جنرال سکاټ ميلر شبرغان ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې له جنرال دوستم سره لیدلي دي.
د افغانستان د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د دفتر مشر عنایت بابر فرهمند وايي چې په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال سکات میلر د جنرال دوستم (خدمتونه) ستایلي دي.
عنايت فرهمند نن دوشنبه په خپل فیسبوک پاڼه لیکلي دي، چې په دې ليدنه کې جنرال میلر د جنرال دوستم پر ټټر دوه مډالونه هم وځړول.
که څه هم ناټو ځواکونو په رسمي توګه دوستم ته د مډال ورکولو په هکله څه نه دي ويلي؛ خو کابل کې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خبريال د غوڅ ماموريت د يوه وياند له خولې ليکلي دي چې د سکات ميلر له خوا جنرال دوستم ته “مډالونه” نه دي ورکول شوي؛ بلکې د ناټو نښې “NATO Pin” د “ډاليو” په ډول ورکړل شوي دي.
دا خبرونه داسې مهال خپريږي چې څو ورځې وړاندې افغانستان ته د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په نا اعلان شوي سفر راغلی و، او له ټول ډيپلوماتيکي اصولو خلاف اشرف غني باګرام ته ورغی، پراخ غبرګونونه يې راوپارول.