300 عیسوی کاتولیکي کشیشانو(پادریانو) پر نږدې1000 ماشومانو جنسي تیری کړی

عزیر اسدخیل

د امریکا د بنسلفانیا ایالت ایالتی مشر جوش شابیرو ویلي چی له 300 زیاتو کاتولیکی عیسایی کشیشانو (پادریانو) په بنسلفانیا ایالت کې له تیرو اویا کلونو راهیسې له زرو پر زیاتو ماشومانو جنسی تیری ترسره کړی او زیاته کړې یې ده چې یادو تیری کوونکو عیسایی پاپانو یاد جنایت د کلیساګانو د مشرتابه په ملاتړ ترسره کړی دی.
دا اعلان تیره سه شنبه د یوه مطبوعاتې غونډې په ترڅ کې چې په همدې اړه جوړه شوې وه ترسره شو.
د امریکا په تاریخ کې د کلیساګانو د پادریانو او مشرانو د جنسي تیریو په اړه دا تر ټولو ستر قضائی تحقیق ګڼل شوی دی او ویلی یی دی چي دا خو یواځی د زرو ماشومانو په اړه تحقیق ترسره شوی نو د دي احتمال شته چې په زرهاوو نور د عین جرم مرتکبین شوی وی.
ایالتي مشر ویلي چی پر ماشومانو یاد جنسي تیری د بنسلفانیا ایالت په 8 کلیساګانو کې صورت نیولی چې زیاتره ماشومانو د عیسایی پاپانو د دغه تیري په اړه چارواکو ته اطلاع نده ورکړی.
شابیرو دې ټکی ته اشاره کړی چي د تیرو څو لسیزو راهیسي په بنسلفانیا او واتیکان کي د یادو جرمونو په اړه د کلیساګانو د لوړې کچي مشران پټه خوله پاتی شوي دی.
د ایالتی مشر دغه تحقیق 18 میاشتې وخت نیولی چې نږدي دوه ملیونه اسناد یې موندلی چې یو شمیر اسناد یې د کلیساګانو له پټو آرشیفونو ترلاسه کړي، شابیرو د کلیساګانو مشران او پادریانو تورن کړل چې له څو لسیزو راهیسی یې له عامو خلکو یاد جنسي جنایات پټ ساتلي وو.
په تحقیق کی ویل شوی چی د کاتولیکی کلیساګانو کشیشان د امریکا په شمول په ټوله نړۍ کې یاد جنایات او ناورین په مکرر ډول پر ماشومانو ترسره کړی. تر دې مخکې د نن نه شل کاله وړاندې ورته جنسي تیری د امریکا په بوسټن ښار او په دې وروستیو کې بیا په اسټرالیا او چیلي کی هم ثبت شوي دي

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close