غربي مطبوعات:د جنرال رازق وژل کیدل امریکایانو ته تر ټولو بد زیری دی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۲۷)

لویدیځو مطبوعاتو د کندهار د امنیې قوماندان پر وژل کیدو تبصرې کړې او دا یې د امریکا له پاره تر ټولو ویرجنه او بوږنونکې پیښه بللې.

نیویارک ټایمز امریکایي ورځپاڼې ویلي،امریکایانو په سویل کې یو مهم همکار له لاسه ورکړ او د نوموړي مرګ به د امریکایانو ماموریت  لا پسې  سخت کړي.

ورځپاڼه زیاتوي، هغه امریکایانو ته تر بل هرچا ژمن کس وو او په سیمه کې یې له بهرنیو ځواکونو سره بشپړه همکاري درلوده.
ورځپاڼه وایي، رازق د امریکایانو لپاره د ټول جنوب په سطحه ښه باوري مدیر و او امریکا مجبوره ده څو د نوموړي پرځای اوس داسې وړ شخص پیدا کړي چې دا ماموریت مخته یوسي.

د ویکلي سټنډرډ په نامه یوې نشریې بیا لیکلي ،د رازق په نښه کول هغه هم د ولایت د مقام په منځ کې خطرناک پیغام له ځانه سره لري او د افغانستان د جګړې په هکله د امریکا له شرموونکې ماتې پرده پورته کوي.
ورځپاڼه زیاتوي؛ که امریکا پر خپله ستراتیژۍ بیا کتنه ونه کړي، ښایي له سختې انزوا سره مخ شي.

باید وویل شي چې جنرال رازق په کندهار کې په سترو جنایي پیښو کې هم لاس درلود او د سلګونو بیګناه هیوادوالو په وژنو تورن وو.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close