غزل – ثاقب خپلواک

ثاقب خپلواک

ــــــــــــــــــــ

اتڼونه د شپونکېو ، نغمې اوري له شپیلېو

دي سندرې د زلمېو ، بيا د سولې له کیږدېو

د طالب دا فلسفه ده ، چې زموږ سوله ګلبشره ده

پیغلې ویشي پر ژڼکېو ، بیا ګلونه د سپرلېو

ښکلی شور دی په دېرو کې ، خاموشی په هدېرو کې

ځالې جوړې کړې چوڼېو ، په حجرو کې توتکېو

اوس نه شته  لوړ جهـازونه ، د چورلکو  اوازونه

نه چوڼا شته د مرمېو ، او نه ځوږ د مردکېو

چي نګین د سلیمان وي، پرې ولجه د چم دېوان وي

له بلقیسو  ملالېو ، له  حسېنو  ښاپیرېو

د سیتار غلی شهباز دي ، دلته ګونګ اواز د ساز دی

خوږ جرس دی د پاولېو ، شرنګهار دی د بنګړېو

چې ښکاري پریښی ښکار دی ، د پنځم موسم بهار دی

خوشبو اوري له غوټېو ، ستا له سرو سترګو هوسیېو

چې رڼا تیاره د شپې وړي ، لمر د ستورو جنازې وړي

د ښکلا راج د سپوږمېو ، ایل کړ زور د ترږمېو

څومره خوند کړي سوله سوله،چې پرې مینه وي را ټوله

وار ثاقبه ! د خوښېو ، کړ ټغر ټول د سلګېو

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close