غزل: جلال آمر خېل

نه به راتلمه که خبر خو درنه ګوره! ومه
هلته هم تنګ د خپل ګاونډ له شور ماشوره ومه
هغه فریاد وم چې له ماتو زړونو وختمه
هغه غزل وم چې بې ټنګه بې ټکوره ومه
څنګه به نه تړل کیدې په ځنځیرونو باندې
چې په زیارت به ورته شپه ورځې سرتوره ومه
زنه تړلې ، پښې تړلې درته بیرته راغلم
چې تلم قسم دی که خبر به دې له زوره ومه
شکر چې خاوره وم چې ټول مې په سینه کې ساتل
شکر چې نه خو له اوبو او نه له اوره ومه
زما د کټ په بازوګانو به خولې نه لګوې
زه هم هغه یم چې شړلی دې له کوره ومه
جلاله ! یو ځلې هغه ورځې دریادې خو کړه
چې ستا په سر به زه هر وخت خفه له موره ومه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close