غزل/ خالقیار احمد زی

خالقیار احمدزی
یو څه وکړه خبرې بیا یو څه وکړه اواز
جادوګرې پرګنې د کوه قاف پوه شوې په راز
د مئینو اسویلي دي، د بلقیس زړګی تور شوی
سلیمان دی خبر شوی، دنیا ټوله ده په ناز
د باقر نه ورته پاتې علمیت د ارسطو دی
فارابي ته غوصه شوی منطقي طالب شهباز
نه په اور کې سوځل شوی، نه یې سختې دي لیدلې
بس د سټیج په سر لاسونه ښوروي لکه خباز
نه لیکلی یې داستان دی،نه قلم یې د چا پریښی
په ټولي کې دشاهانو ننوتی دی چلباز
اوس به خود د تسلیت او تعزیت پیغام ورلیږي
داعشيان پر اسرایلو غصه شوي لکه پیاز
موږ کړو له تغزله، د غزل کرښې راتاندې
خالقیاره قلمونه جوړوو ورته ممتاز