غزل/ مطيع الله « تراب »

چاپه قلم چاپه خنجر باندې وهلي زړونه
چاپه کونداغ چاپه ټوپک باندې ويشتلي زړونه

په ګوړه مرو زمونږ زهرو ته حاجت نشته دی
مونږ په يوه خوږه خبر باندې بايللي زړونه

له ما نه دوه زړونه ورک شوي زما دوه بچي وو
که چا وي چيرته په دې لارو کې موندلي زړونه

ګټه تاوان او سر او مال مو ورته مخ کې ايښی
پس د هغې نه مونږ ددې خلکو ګټلي زړونه

زه د خپل قوم ترمنځ د سولې سپين بيرغ ولاړ يم

سپينو کوترو ته د امن مونږ بښلي زړونه

چورلکې راغللې غدۍ له کلي بيا تاو شوې
حيران هر چا په دواړو لاسو کې نيولي زړونه

د سياست د زهريله مارانو جنګ کې ښکېل يو
له دې هيبته مو له خولو نه راوتلي زړونه

 

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close