غزل : ملا مطمئن

پریږدم دې نه هیڅ کله خپل جواب درنه غواړم
دههر ظلم جدا،جدا حساب درنه غواړم

زما د زورولو او مرګ خط چې پرې لیکلی
فتوا هم درنه غواړمه کتاب درنه غواړم

چې زه به یې رابیدار کړمه په توره نیمه شپه کې
قاتل مې درنه غواړمه قصاب درنه غواړم

پنځه وخته لمنوځو کې مې لاسونه ستا په لور دي
ای ربه ظالمانو ته عذاب درنه غواړم

چې نه د چاپې ډار وي نه بنګنې په سر ګرزي
یوه شپه داسې بیغمه آرام خواب درنه غواړم

د سر پړونی یې نشته دی سرتوره کور کې ناسته
برما مظلومې خور ته مې حجاب درنه غواړم

خاونده ذالجلاله! مطمئن لاس په دعا یم
ده خپلو عملونو مې ثواب درنه غواړم

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close