غزل

خالقیار احمدزئ
تر څو به په ظاهره او په زړونو کې سوځیږو
آخ بیا د نمرودیانو سرو اورونو کې سوځیږو
ښکلاؤ کډې کړې سپرلی هم په تزلزل دی
دې چم کې اغزي نشته په ګلونو کې سوځیږو .
له پورې هندوکشه تر سپین غر یې بدرګه کړه
بې وسه افغانان یو په جنګونو کې سوځیږو.
زموږ او د هغو تر منځه دومره فاصلې دي.
دوی کړي پرې خوشالۍ، موږ یی غمونو کې سوځیږو
جانانه مازدیګر هم څه بې خونده غوندې ښکاري
د وصل بنګړي مات شول ګودرونو کې سوځیږو
څراغ مو ؤ روښانه د ستا لارې مو څارلې
چې سترګې شوې ړندې،که دیدونونو کې سوځیږو
خپل آه یې دی لیکلی په قلم ستا خالقیار
افسوس دیار انځوره ارمانونو کې سوځیږو