غزل

عبدالله ریحان

په اغزیو کې راګیر دی عجیب یار دی

دی ګلاب د نفس لومو کې ایسار دی

لکه ورک یوسف راځي د تیارو غیږ ي نه

راروان دی راروان دی لاپر لار دی

پوکی ورکړه اسرافیله نور شپیلۍ ته

نور دروند شوی پر اوږو مو دژوند بار دی

ازادۍ نور به دې تنده وي پرې ماته

په سرو وینو مو رنګ شوی هر دیار دی

ستا غمونه لکه واوره پرې وریږي

زمــا زړه لکه کابل ورته هوار دی

اوس خپل ځان راته پردی ښکاري ریحانه

په هیندارو هم پروتی د غم غبار دی

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close