غزل

طالب الهام

که دوخت نمرودهرڅواورونه بل کړي
خوخلیل ېې په انګاراوړي رااوړي

افغانان که داسپېڅلی جهادپریږدي
بیابه څوک په دغه لاراوړي رااوړي؟

ماددښتو،بیابان،په منځ کې خښ کړئ
چې کوچیان مې په مزاراوړي رااوړي

دوصال په سره غرمه مې غېږکې ځانګي
چې مې سیوری پخپل یاراوړي رااوړي

دحلالو د حرامو توپیر نکړي
پښتانه دي په شغاراوړي رااوړي

دطورخم په دروازه به بیاځواکمن شي
افغانان به ښه احراراوړي رااوړي

مؤمنان به شي یوموټې فلسطین ته
په القدس چې کفاراوړي رااوړي

دشیرینې، دشیرینې مینې زوردی
مؤمن خان چې په ښاماراوړي رااوړي

ټوله شپه لکه طورخم زړګی مې بندوي
ستاغمونه پې سهار اوړي رااوړي

اوس طالب الهام راغلی خپل وطنته
اوس په غرونو،نه،په ښاراوړي رااوړي

اړونده مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close