غزل

عزیزالرحمن حسيني

دغه جهان یې چې له زور څخه محروم راځي
زړه ته مې اوس هغه خبره دمرحوم راځي

ددې سړي په ژوند کې کومه فلسفه پرته وه
چې بې اختیاره یې زما په شونډو نوم راځي

ولي الله وې ، ته صاحب دکراماتو وې
له دې حالاتو نه دستا دخولې مفهوم راځي

رابه وړي کلي ته ډولۍ د تکې سپينې سولې
دغې لیلا ته به دستا له کوره زوم راځي

د ډول درزا نه د ګټلي میدان غږ خیږي
دفتحې شور بیا له امو شوراب قلزوم راځي

ــــــــــــــــــــــ

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close