غزنویان د اربکیانو په وحشي منگولو کې

دپیټریوس، جبار شلگري، اسد خالد او فیضان له سپیانو هېوادوال او په ځانگړې ډول غزنویان تر سپېږمو راغلي، او هره ورځ په نوې بڼه وحشتونه ترسره کوي.

نعمان لطیف

یو اربکي ته مې ویل ولې د اربکي له نوم بد وړئ؟

وایي اربکیان په انگلیسي کې سپيانو ته وایي او ته وا ولې بد ترې وړئ.

دپیټریوس، جبار شلگري، اسد خالد او فیضان له سپیانو هېوادوال او په ځانگړې ډول غزنویان تر سپېږمو راغلي، او هره ورځ په نوې بڼه وحشتونه ترسره کوي.

مېړني غزنویان د اربکي دگنده پدېدې له ورځنیو مظالمو تنگ کړیږي، دصبر کاسې یې تر مورگو ډکې شوي او د اربک د وحشي او کرغېړن کردار خلاف سړکونو ته وتلي دي .

په غزنویانو دچنگېري اربکیانو بربریت د ژوند معمول گرځېدلی او هر غزنوي هره گړۍ د اربکيانو دبربریت ښکار گرځېدلی شي.

هغه چې د امن او هوساینې په درواغجن شعار یې غزنویان له اېران او کراچۍ د راغوښتل شویو نانوایانو، بنگي او پوډري اربکیانو رحم او کرم ته وسپارل، دهمدې پروژې په برکت دجگپوړو ماڼیو څښتنان، او مریح او هوسا ژوند تېروي.

یواځې اسد خالد دی چې دغزنویانو آزار ښه په خوند وواهه او دژوند له خوږو نعمتونو یې داسې په خوند بې برخې کړ چې آن خپلې کورودانې ته هم خجالت او ځوبلنې سترگې ناست وي

 

په خواله رسنیو چې کومو چینجن مغزو ډوزمارانو د اربکي چرسیانو پروژې ته کمپاین کاوه، له همدې پروژې په استفاده خارج ته وتښتېدل، ځانونه یې کونج ته کړه او غزنویان یې دچرسي اربکیانو په ظالمانه منگولو کې ایسار پرېښوول

په اربکیانو کې چې کومو اربکیو چټاکۍ عقل درلود هغوی هم دنده پرېښوه او بیا ځل د ایران او کراچۍ ښار نانوایانو ته وگرځېدل او هغه چې د ارزښتمن ژوند مقصد یې فقط نشه او تماشه ده، لا هم دخاروینو جوالونو تر شاه په پوستو کې پراته دي .

اوس مهال په پوستو کې پاتې او پرتو اربکیانو دسورلنډیانو بڼه غوره کړې او هر چاته خوله اچوي

له چا ژوند اخلي، څوک له ژوندون متنفر کوي او څوک دپیسو لپاره نیسي او خوشې کوي. دغه بې پدره او بې مادره اربکیان له مهاره وتلي او دومره څوک نه لېدل کېږي چې مهار یې کړي .

اوس چې دغزني معززو ولسونو د اربکي پروژې په ضد پاڅون کړی او لاریونونه کوي، د استعمار ځنې بد فعله مستحمرین په خواله رسنیو کې په غزنویانو دبغاوت او امنیتي ځواکونو سره ددښمنۍ تورونه پورې کوي.

دوی د کومو امنیتي ځواکونو په ضد شعارونه خیانت او سره کرښه کراس کول بولي؟

هغه ځواکونه چې پوستې یې دلواطت او بد فعلۍ پنډغالې دي؟ هغه امنیتي ځواکونه چې دهېواد والو مالونه لکه گازرې او مولۍ نوش کوي او هره دقیقه دیوه متدین او وزین هېواد وال ژوند گواښي؟ دوی دهغه امنیتي ځواکونو ضد لاریون بغاوت بولي چې ان دسېگار کافره اداره یې د بد فعلیو په برسېره کولو زیاتي شرم محسوسوي؟

دغزنویانو سره دپیټریوس ځامنو نامردي کړې وه، دغزني متدین ولس یې دپروژې ښکار کړ او دپروژې مشرانو ځانونه ماړه او کناره کړه .

اوس غزنویان خپل حق غواړي او دخپلو حقوقو د اعادې لپاره دکابل ادارې دهرې څانگې او هر فرد په ضد په هر شعار پورته کولو کې حق بجانب دي .

دغزنویانو د پُر امن لاریون دځپلو هر کوښښ مردود دی او که غزنویان ټوپک راخیستلو ته مجبور شول، ټول مسولیت یې دکابل د بې کفایته ادارې دمرضي او غرضي مشر له غاړې دی.

 

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close