غزني، ملامت څوک دي؟/ خالد روان

د غزني جگړه د یوې اوونۍ لپاره اوږده شوه او که تر سبا وغځېږي، نو پوره اته ورځې به یې پوره شي. د غزني د ښار د سقوط او ولسوالیو نیولو وروسته غزني په ټولنیزو شبکو کې د بحث موضوع ده. حکومت پلوي په یوه خوله طالبان ملامتوي، چې ولې ښارونه نیسي؟ ولې یې جگړه تر ښار راورسوله او پر غزني د امریکا له لوري د شوي بمبار مسوولیت هم طالبانو ته راجع کوي. د غزني ځینې برخې د امریکا او حکومت په بمبارۍ کې وسوځېدې، ځینو برخو ته یې حکومت اور ورته کړ او قصدي ډول یې وسوځولې، خو بیا هم ملامت طالبان دي؟

ځینې خو حکومت ته مشوره ورکوي، چې راتلونکی اختر دې له طالبانو سره اوربند نه کوي. د راتلونکي اوربند په اړه تراوسه نه حکومت او نه هم طالبانو څه ویلي او لا هم معلومه نه ده، چې اوربند به وشي او که‌نه؟ خو حکومت د خلکو خبره ومني او له اوربند کولو لاس پر سر شي، بیا به یې هم غټ زیان کړی وي او د لنډمهاله اوربند پر ځای باید پر اوږد مهاله اوربند غور وشي. د غزني په جگړه کې د طالبانو په پرتله د حکومت سلگونه عسکر مړه، ټپیان او تسلیم شول. په هره جگړه کې برید کوونکي تر هغو بریالي وي، چې په مورچو کې ناست وي او بل څوک چې له سره تېر شو، بیا یې مخنیوی د نړۍ هېڅ طاقت هم نه شي کولی. د طالبانو د بریا یو راز دادی چې له سرونو تېرېږي او عسکر غواړي هم ژوندي پاتې شي او هم د جگړې گټونکي. په داسې حال کې بیا بریا یوازې یو خوب دی او له حقیقت ډېرې لرې خبره ده.

د نړۍ دویم مفکر«اشرف غني» ماغزه لا تراوسه ځای ته نه دي راغلي او لا هم ځان ورته د جگړې گټونکی معلومېږي. د افغان حکومت پر ننگه هغه ځوانان ولاړ دي، چې له غریبۍ یې اردو ته مخه کړې. نه د هېواد غم ورسره شته او نه فکري خلک دي. د زیاترو یې چې دندې خلاصې شي، بېرته عادي ژوند پیلوي او په تېرو کړنو پښېیمانه هم وي. که په دغه جگړه کې د اشرف غني زوی یا کوم بل خواخوږی، د عبدالله زوی، د دفاع د وزیر زوی، د کورنیو چارو د وزیر زوی او که بل لوړ پوړي چارواکي زوی وژل شوی وای؛ نو حکومت به اوس وختي امریکا ته ویلي وو، چې نور ستاسې پاتې کېدل بغیر له شر څخه نوره کومه گټه نه لري او پر کومه لاره چې راغلي یئ، بېرته هماغسې ولاړ شئ. ځکه له امریکا سره د شوي امنیتي تړون گټه تراوسه نه خلکو او نه حکومت ولېده او دغه امنیتي تړون یوازې د کاغذ پرمخ لیکل شوی او امریکا د خپلو گټو لپاره ترې کار اخلي. که امنیتي تړون حکومت ته گټه کړې وای، نو کندوز، فراه، د ډیورنډ پر کرښه اغزن سیم او غزني به یې له سقوطه ژغورلي وو.

اشرف غني خبرې ټولې بې‌توله وي او د واکمنۍ څلور کلونه ورته اوس هم د کمپاین وخت ښکاري. یوازې په چیغو، احساساتو او بې زړه توب حکومت نه کېږي. که د اشرف غني په تشو وعدو او احساساتو حالت سمېدای، نو اوس به هر څه گل گلزار وو او د افغانستان ټوله خاوره به اوس د دوی تر حاکمیت لاندې وای.

د غزني برخلیک لا هم معلوم نه دی. که طالبان یې په سقوط کولو بریالي شول او په بشپړ ډول یې تر واک لاندې راووست، نو د بیا ساتلو خبره یې هم د مطرح کېدو وړ ده. حکومت باید نور پوه شي، چې په تشو خبرو د خلکو زخمي زړونه نه شي پټۍ کېدای او باید د ستونزې اصلي رېښې ته پام وکړي.

د ستونزې اصلي رېښه د امریکا او د ناټو عسکر موجودیت دی. زه په پوره باور سره وایم، که همدا نن امریکایان ووځي، نو په ټول افغانستان کې به د ډز غږ وانه ورئ او حکومت بیا هم امریکایانو پورې نښتې وي، چې تاسې مه ځئ او پاتې شئ، نو ټول افغانستان د غزني په برخلیک اخته کېدونکی دی، چې ټول مسوولیت یې بیا هم حکومت او امریکایانو ته راجع کېږي. څو چې دلته یو امریکايي اشغالگر عسکر وي، دلته به جگړه وي او کله چې اشغال خلاص شو، بیا به سوله او ارامي. اوس د انتخاب واک له حکومت سره دی. سوله غواړي او که جگړه؟

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close