غزني؛: ښکیلې خواوې یو اوبل ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۱۹)

 

په داسې حال کې چې رسنۍ له غزني ښاره ټول حالات د چارواکو له آدرسه تعقیبوي او د طالبانو سپیناوی په کې کم تر سترګو کیږي،  حکومت او طالبانو پر خپلو خبرپاڼو کې د  پرمختګونو ګڼ راپورونه خپاره کړي.

د ملي دفاع وزارت وایي، چې غزني ته یې د کُمانډو ځواکونو قطعات استولي او هڅه کوي د ښار په څنډو کې جګړه کنترول کړي.

محمد رادمنش وایي،  تر اوسه ۴۰ طالبان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي، نوموړی دغه راز  وایي چې جګړه یې کابو کړې او په ښار کې وضعیت آرام دی .
چارواکي د خپلو ۱۰ امنیتي ځواکونو وژل کیدل او د محدودو کسانو ټپي کیدل هم منلي.

خو طالبانو بیا دا ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي چې په غزني ښار د کابل، پکتیا، پکتیکا، زابل او ټولو خواوو څخه لوی لارې تړل شوي دي.
طالبان وایي؛ ‏له سهار راهيسې یې دغزني په ښار کې تر ۲۰۰ پورې عسکر او پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې ،لسګونه یې ژوندي نیولي او یوه نظامي چورلکه يې هم رانسکوره کړې .

طالبانو د خپلو شپږو ملګرو د وژل کیدو او څو تنو د ټپي کیدو پخلی هم کړی .
دغه راز یې د لسګونه میله سپکو او درنو وسلو، مهماتو او نظامي توکو تر څنګ د ګڼو وسائطو (ټانکونو او رینجرو) د نیولو ادعا هم کړې.

ذبیح الله مجاهد وایي؛

“ ‏د غزني ښار امنیه قومندانۍ، بالاحصار، د تلویزیون تپه، د توپچې مرکز، د ريزرف قطعې مرکز، د چټک غبرګون مرکز، ټولې شپږ امنیتي حوزې، د ښار شاوخوا ۲۹ امنیتي پوستې دا ټول لاهم د مجاهدینو په کنترول کې دي“

د یادونې وړ ده چې د غزني جګړه ۲۳ ساعتونو ته وغځیده او لا هم د ګډوځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې دوام لري.

که څه هم امریکایي ځواکونو سهار وویل چې له افغان ځواکونو سره څنګ په څنګ د غزني جګړه کنترولوي، خو د تلفاتو په اړه یې خپل رسمي دریځ نه دی څرګند کړی

 

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close